د آلمان په ځينو برخو کې سخت اورښتونه او سېلابونه
د آلمان په ځينو سيمو کې سږ کال د کرسمس اختر په شپو او ورځو کې سخت بارانونه وشول. په ځينو سيمو کې حتی د سېلابونو راتلو خبرداری ورکړل شوی وو او خلک خوندي سيمو ته تللي ول.
په وينده هاوزن کې سېلاب
په وينده هاوزن سيمه کې د کرسمس په شپه لکه خلک چې یې انتظار لري واوره ونه شوه، بلکې سخت باران وشو. له همدې کبله د تورنګن د شمال په دې سيمه کې چې ۵۰۰ اوسيدونکي لري، سېلاب راغلی. ښاروال ماتياس مارګوارد، د وضعيت په اړه وويل چې په دې سيمه کې یې داسې يو وضعيت کله نه وو ليدلی. هغه وويل چې په سيمه کې بريښنا قطع شوې او بدرفتونه ډک شوي دي.
له سيمې د خلکو ايستل
ماتياس مارګوارد د آلمان خبري آژانس ته وويل: «دا [ښار] لکه د اوبو ټپ ډک شوی دی. نوموړي له اوسيدونکو غوښتي ول چې ژر تر ژره له خپلو کورونو څخه ووځي. زياتره اوسيدونکو د نوموړي په لارښود عمل وکړ او د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته يې پناه يوړله. هغه وويل چې اړتيا پيدا نه شوه چې څوک په ګاونډ کې د پرتې سیمې هیرنګن د سپورت سالون ته پناه يوسي چې د موقتي سرپناه په توګه چمتو کړل شوی وو.
په اوست فريسلند کې د بند نړيدل
په نيدرزاکسن ايالت کې هم سيندونه ډک شوي ول. په هولن ښارګوټي کې چې په شمال کې د بريمن ښار څخه ۹۰ کيلومتره لیرې پروت دی، يو بند زيانمن شوی دی. د کرسمس رخصتيو په لومړۍ ورځ خلکو هڅه وکړه چې د ريګو په بوجيو درز شوي ځايونه بند کړي چې دې کار ګټه هم ورکړې ده.
د مارينبورګ ماڼۍ
په هانوور کې لاينه سيند په عمومي توګه آرام بهیږي. خو اوس د نيدرزاکسن ايالت د دې مرکزي ښار دا سيند ډېر ډک شوی او هلته پرتې مارينبورګ ماڼۍ او شا او خوا کروندو ته یې هم اوبه ور ختلي دي. د هانوور او ماګدبورګ ښارونو ترمنځ د ريل پټلۍ هم اغیزمنه شوې.
په ایلبه سيند کې هم اوبه ډېرې شوي
په ايلبه سيند کې هم اوبه راپورته شوي دي. د زاکسن ایالت په پلازمېنه دريسدن کې د کرسمس په رخصيو کې د سيند پر غاړه د قدم وهلو امکان نشته. د درېسدن زوړ ښار بايد د سېلابونو څخه د حفاظت د ګرځنده ديوالانو له لارې وساتل شي.
د دوناو پر غاړه د دودیزو خوړو تاريخي رستورانت
د ساسيج تاريخي پخلنځای «وورست کوشل» له ۵۰۰ کلونو راهېسې په رېګنبورګ ښار کې د دوناو پر غاړه ولاړ دی. دغه دودیز رستورانت د بايرن ايالت يو شمير سېلابونه ليدلي دی او سر یې ساتلی دی. دې تازه سېلاب هم ورته له سېلابه د حفاظت ګرځنده ديوالونو په برکت زيان نه دی رسولی.
د بابا نوېل پر ځای مرستندويان
د سرې چپنې پر ځای نارنجي واسکټونه: دلته د بابا نوېل پر ځای د ټي اچ وي مرستندويه عمله ليدل کيږي. په امبيرګ سيمه کې د ويلز سيند ډکيدل د سېلاب باعث شوی. همدا علت دی چې د دسمبر پر ۲۴ دغه مرستندويانو حفاظتي تدابیر غوره کړل.
په ويزر سيند کې هم اوبه ختلي
د آلمان په هر ايالت کې د سېلاب د خطر د خبرداري کچه مختلفه وي. هيسن ايالت درې کچې لري. دلته د ويزر سيند په پورتنۍ برخه کې اوبه د کرسمس په ماښام د خبرداري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې. خو اوس په کرار کرار بيرته د کښته کیدو په حال کې دي.
راين هم ډک شوی
د راين سيند هم په اصطلاح پراخ شوی دی. دلته که په کونيګسوينتر سيمه کې څوک غواړي د پوست له لارې يو ليک وليږي نو باید وار وکړي ځکه پوست بکس ته د ورتګ امکان نشته.
داسې ښکاري چې د کولن کلیسا هم په اوبه کې ده
د کرسمس اختر په دويمه ورځ په کولن ښار کې د راين سيند اوبه تر اتو مترو هم لوړې شوې وې. خو دا د کولن له پاره غير عادي خبره نه ده. دلته د سيند په ځينو برخو کې د کښتيو تګ راتګ منع شوی. خو د چارواکو په حواله به اوبه تر کرسمس وروسته بيرته کښته شي.
د روهر سيند اوبه هم له څنډو راوښتي
په راين ويستفالن کې هم سيندونو وښووله چې د سېلابونو پر وخت یې مهارول سخت کار دی. د روهر سيند اوبه هم د کرسمس په ماښام ډېري لوړي شوي وې.
د لامبو حوض
داسې بریښي لکه د اوبو دا حوض چې د روهر سيند په منځ کې چې پروت وي.