د امباني د زوی په کوژده کې د نړۍ شتمن میلمانه
۱۴۰۲ اسفند ۱۲, شنبهپه دعوت شوو ميلمنو کې د نورو تر څنګ د فیسبوک مالک مارک زکربرګ، د امریکا د پخواني ولسشمر دونالد ترمپ لور ایوانکا ترمپ او د پاپ موسیقي غوره سندرغاړې ريحانه هم شامل دي.
د هندوستان د سینما مشهور ستوري، امیتاب بچن او شاه رخ خان، د کریکټ وتلې څېرې سچين تندوګر او ام اس دوهني او هندي سوداګر ګوتم اداني هم دغه مراسمو ته غوښتل شوي دي. رپوټونه وايي چې د امباني کورنۍ دغه مراسمو ته په مجموع کې ۵۰زره کسان دعوت کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د امباني کوچنی زوی انانت له رادیهکا مرچنت سره نامزد شوی چې پلار ېې درمل جوړولو ستر سوداګر دی. زیاته شوې چې د ۲۸ کلن انانت او ۲۹کلنې میرچینت واده به د روان کال په وروستیو کې وشي.
په دې ترڅ کې سندرغاړې ریحانه د جمعې په ورځ سندرې وويل. د پلان له مخې به د شنبې ورځې (د ۲۰۲۴ کال د مارچ دويمه) په پروګرام ميلمانه د «حيواناتو د ژغورنې له یو مرکز» څخه کتنه کوي. زیاته شوې چې د حیواناتو دغه مرکز د انانت له کوچنیو پروژو څخه یوه ده چې د ګجرات ایالت په جمنګار ښار کې چې د دغې شتمنې کورنۍ پلرنی ټاټوبی دی، موقعیت لري.
د هندي رسنيو په حواله، د امباني کورنۍ به د شنبې په ورځ د امباني د حیواناتو د ژغورنې مرکز په آزاده فضا کې د ميلمنو د يو ځانګړي محفل کوربتوب کوي. میلمنو ته سپارښتنه شوې چې د محفل له پاره راحت بوټونه پښو او راحتې جامې واغوندي. شپې له پاره په جوړه شوې میلمستیا کې هندي کلتور ښودل کيږې او میلمانه به ورته نورې جامې اغوندي.
۶۶ کلن موکیش امباني د هندوستان تر ټولو شتمن شخص او د هندوستان د ستر شرکت زیلانیس اندیستريز رئیس دی. انانت د خپل پلار په دغه شرکت کې ډایرکټر دی. موکيش امباني د ۱۱۶ ميليارډ ډالرو سرمايې په درلودلو، د نړۍ لسم شتمن شخص دی.
د امباني کورنۍ د ممبۍ ښار په یو ۲۷ پوړيزې ودانۍ کې ژوند کوي. په متفاوت ډيزان جوړ شوی دغه کور د ممبيي ښار یو د تر ټولو ډېر لېدونکي او مشهورو ځایونو په ډله کې راځي. رپوټ کې ويل شوي چې د دغه ساختمان په رغولو څه باندې یو ملیارډ ډالر لګېدلي او ۶۰۰ دایمي کارکوونکي لري.
آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.
له آرشیف څخه: