د القاعده عربي څانګې خپل نوی مشر ټاکلی دی
۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبهد جهادي فعالیتونو د څارونکي ګروپ (SITE) انټرنټ پاڼې د رپوټ له مخې په عربي هیوادونو کې د القاعده شبکې فعالې څانګې (ای کیو ای پي) د خپل مشر قاسم الریمي وژل کیدل تائید کړي او خالد سعید بن عمر باطرفي یې د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.
نوموړي انټرنټ پاڼې ویلي دي چې دا اعلان په عربي هیوادونو کې د القاعده شبکې د مذهبي چارو تنظیمونکي حامد بن حمود التمیمي د یوه غږیز پيغام له لارې کړی دی.
د القاعده داخلي کړۍ او دغې شبکې ته نور نږدې ملګري یې باطرفي د ابو مقداد الکندي په نوم یادوي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د فبرورۍ میاشتې په شپږمه نیټه اعلان کړی وو چې قاسم الریمي په یمن کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. القاعده په رسمي ډول دا خبر نه وو تائید کړی. نوموړي جهادي ډلې د فبرورۍ په ۲۳ نیټه د قاسم الریمي وژل کیدل تائید کړ.
امریکا متحده ایالات د اسامه بن لادن له خوا د جوړې شوې ترهګرې شبکې القاعده دغه څانګه ډیره خطرناکه بولي. د القاعده شبکې دغې څانګې د امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د سمندري روزنې په یوه مرکز کې د سعودي پوځیانو له خوا د برید مسئولیت هم منلی وو. په دې برید کې یوه سعودي افسر درې تنه پوځیان وژلي وو.
په یمن کې چې د سیاسي بی ثباتۍ ښکار دی دغې ډلې د تیرو څو کلونو راهیسې په څو ځایونو کې بریدونه کړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ س،ر