حيوانات په ځانګړي ماموريت کي ـ انځوريز راپور
د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ غواړي چي د هغه امريکايي سپي «کېنن» سره وويني چي د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد عملياتو کي ونډه وال ؤ. په ځانګړو ماموريتونو مامور نور حيوانات دلته وپېژنئ:
طنز: «سپی به د متحده ايالاتو نوی د دفاع وزير سي»
ترمپ د البغدادي پر ضد عملياتو کي ونډه وال امريکايي پوځي سپی «کېنن» يو «امريکايي اتل» بللی دی. دا لقب پر ترمپ د نيوکو او رخشندونو لامل سوی هم دی. پر انټرنټ دغه جعلي انځور هم لاس پر لاس کيږي چي پکښي دونلد ترمپ ښيي چي سپي ته مډال ورکوي. د «دېر پوستيلون» طنزي پاڼي طنزي خبر خپور کړی چي ګواکي دغه «سپی به د متحده ايالاتو نوی دفاعي وزير سي».
د جنرال له خوا ستاينه
د کېنن په نوم دغه سپی د بلجيمي نسل څخه دی او په نژدې ۵۰ پوځي عملياتو کي يې ګډون کړی دی. امریکايي جنرال کېنېت ميکنزي هغه په دغو الفاظو ستايلی: «دغه حيوانان د امريکايي سرتېرو ژوند ژغوري، د ملکيانو ژوند ته نجات ورکوي، جنګيالي او غير جنګيالي سره بېلوي او هغه کسان خنثی کوي چي دښمنانه چلن کوي.»
بډای نه دی، خو بريالی دی
په ځانګړو ماموريتونو کي له زياتو حيواناتو څخه کار اخيستل کيږي. خو په دغو کي عموما د سپيو ونډه او شمېر زيات وي. سپي د بېلګي په توګه د سرحدي پوليسو، قاچاق ضد چارواکو او نورو ورته مامورينو له خوا کارول کيږي. د «رامبو» په نوم په آلمان کي يو سپی (انځور) د سرحدي پوليسو له خوا په زياته د چاودېدونکو او مخدره توکو د موندلو له پاره استعماليږي. ځانګړې روزنه لرونکي سپي ديجيتال معلوماتي ځېرمي هم موندلای سي.
عقاب د بې پلوټه الوتکي پر ضد
د هالند پوليس د دښمنو بې پلوټه الوتکو پر ضد له عقابونو څخه کار اخلي. که د بېلګي په توګه يوه بې پلوټه الوتکه و اتومي دستګاه يا ورته حساس ځای ته نژدې سي نو دغه ځانګړی بازان کولای سي هغه له آسمان څخه راکوزه کړي. دغه عقابونه له وړکتوب څخه داسي روزل کيږي چي بې پلوټه الوتکه ورته ښکار معلوم سي. په دغو الوتکو باندي هميشه غوښه هم نصب کړل سوې وي. خو اتل قناري مرغان هم سته.
اتلان داسي ښکاري... البته تراژيديک اتلان
قناري مرغان د پوځ له پاره څه ډول ماموريت په غاړه اخيستلای سي؟ ايا هغوی ترهګر وژلای سي؟ باروت په بوی موندلای سي؟ او که الوتکه راکوزولای سي؟ نه، هغوی دا ډول هيڅ ماموريت ته نه دي روزل سوي. دغه مرغان چي کله زهرجن ګاز تنفس کړي نو لاندي رالويږي. له همدې کبله هغوی د شمالي او سويلي کوريا پر سرحد ماموريت تر سره کوي چي د زهرجن ګاز په واسطه د ممکنه بريد خبرداری ورکړي.
دا يو ښه مسلک نه دی
سويلي کوريا بېره لرله چي داسي نه چي له جنوبي کوريا څخه ورباندي د زهرجن ګاز بريد وسي. له دې کبله يې د قاناري مرغانو قفسونه کښېښودل. که دغه مرغان د ناستي له خپلو ښاخونو لويدلي وای، نو دا به پر دې دلالت کولای چي ګواکي د زهرجن ګاز بريد سوی او بايد ګاز ضد ماسکونه واغوستل سي. قاناري مرغان د انسانانو په پرتله ژر د ګازو په وړاندي غبرګون ښيي. دغه مرګونی ماموريت ښايي مرغانو ته يو ښه مسلک نه وي.
لومړی ژوندی څوک په فضا کي
د شوروي سپۍ «لايکا» لومړی ژوی ؤ چي د مځکي د کُرې څخه دباندي و خلا/فضا ته داخله سوه. دغه ماموريت د شوروي له خوا د ۱۹۵۷ مېلادي کال د نومبر په دريمه نېټه تر سره سو. مقصد يې په تخنیکي توګه د امريکا په وړاندي د شوروي برتري ښودل ؤ. خو د اړونده سپۍ له پاره دا په زړه پوري نه وه، ځکه چي د خپل ژوند په قيمت يې دغه ماموريت تر سره کړ. خو له هغې مخکي لا هم حيوانات په ځانګړو ماموريتونو ګمارېدل.
پخوانۍ معلوماتي سپوږمکۍ؟
د ډېر پخوا څخه کوتري د ليکل سوو پيغامونو د رسولو له پاره په کار اچول کيږي. په لومړۍ جهاني جګړه کي هغوی ته يو بل ماموريت وسپارل سو. هغوی به د دښمن د مورچلونو انځورونه له هوا څخه اخيستل. خو پر دغو کوترو تړل سوو کېمرو صرف يو يا دوه انځورونه اخيستلای سوای. ادعاوي سته چي وروسته د دغو عکسونو شمېر ۱۲ في کېمره ته جګ سو.
ماين لټوونکي مږې
مږې د بوی ډېر حساس حس لري او له همدې کبله کولای سي چي دې ته وروزل سي چي ماينونه پيدا کړي. د سپيو په پرتله په دغه ماموريت کي د مږو برتري په دې کي ده چي مږي له سپيو څخه په وزن کي ډېرې سپکي وي. د دغه سپک وزن له کبله که هغوی حتی پر اکثرو ماينونو وهم خيژي نو چاونه نه رامنځ ته کيږي. خو که ماينونه د اوبو لاندي پټ وي نو به يې د موندلو ماموريت څوک په غاړه اخلي؟
دولفين چي تر اوبو لاندي ماينونه لټوي
تر اوبو لاندي پټو کړل سوو ماينونو د موندلو له پاره هم ځانګړي حيوانات سته. د دغه کار له پاره د دولفين ژوی روزل کيږي. د امريکا د متحده ايالاتو سمندري ځواک دغه ژوی روزي چي پر وزر/څپر باندي يې ځانګړې کېمرې نصب کړل کيږي. له دغو دولفينانو څخه په زياته د سړې جګړې پر وخت شوروي او امريکا دواړو کار اخيست. ويل کيږي روسيې د هغوی روزنه بنده کړې خو امریکا لا ادامه ورکوي.
کښتۍ ته ښه راغلې
په دغه انځور کي ښودل کيږي چي د امریکا متحده ايالتو سمندري ځواک د دولفين او سمندري سپيو په مرسته د چاودېدونکو توکو او اوبو لاندي ماينونو موندلو تمرين کوي. د ماينونو تر څنګ دولفين په بندرونو کي تر اوبو لاندي مخفي غوټه وهونکي موندلای او به دې توګه د کښتيو او بندرونو امنيت ساتلای سي. داسي اوازې هم سته چي دولفين حيوانات د دښمن تر کښتيو پوري د چاودېدونکو توکو د وړلو له پاره هم په کار اچول کيدلای سي.
پوليس آس
د دغه انځوريز راپور په پای کي د هغو آسانو يادونه مهمه ده چي د پوځيانو او پوليسو سره مرسته کوي. هغوی د انسان د تاريخ په اوږدو کي له ډېر پخوا څخه د مهماتو په انتقال، جګړو او ورته ماموريتونو کي مهم رول لوبولی دی. په دغه انځور کي آسان د پوليسو سره اوږه په اوږه په لندن کي د فوټبال د يوې مهمې سيالۍ د امنيت نيولو په دنده بوخت دي.