جنوبي کوريا د شمالي کوريا د خبرو وړانديز ومانه
۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبهجنوبي کوریا ډیر ژر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۵) د شمالي کوریا له خوا د خبرو اترو وړاندیز ته مثبت جواب ووایه. د دغه هیواد د «اتحاد وزارت» ویلي دي چې سول د پینګ یانګ له خوا د خبرو اتړو وړاندیز مثبت ارزوي.
د دغه وزارت له خوا په یوه خبره شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ هیله لرو چې شمالي او جنوبي کوریا به له دې موقع څخه په ګټه اخيستلو سره په خپل منځ کې د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.»
د شمالي کوریا د سوله ییز اتحاد کمیټې د خپل رسمي خبري آژانس له لاري تر دمخه جنوبي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو. دې کمیټې ویلي ول چې غواړي په شمالي کوریا کې د کیسونګ صنعتي پارک د بیا پرانیستل کیدو په اړه له جنوبي کوریا سره خبرې وکړي.
تیرنیګلي اړیکي
د روان کال په لومړمیو میاشتو کې د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ اړیکې لاپسې ترینګلې شوې. هغه وخت نړیوالي ټولني د شمالي کوریا د دریمې اتومي ازمویني له کبله پر دغه هیواد باندي خپل تحریمونه لا پسې سخت کړل. هغه وخت د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، پر امریکایي اډو او جنوبي کوریا باندې د يرغل ګواښ وکړ.
کیم هغه وخت د امریکا او جنوبي کوریا پر ضد خپل دریځ لا پسې سخت کړ، چې دغو دواړو هیوادونو ګډي پوځي مانورې پيل کړې. د دغو ټولو پیښو په پایله کې شمالي کوریا د کیسونک صنعتي پارک چې په دغه هیواد کې پروت دی او د جنوبي کوریا ډیر شمیر شرکتونه پکښې فعالیت کوي وتاړه.
په دې پارک کې د جنوبي کوریا ۱۲۳ شرکتونو د شمالي کوريا۵۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. پر دې سربیره پينګ یانګ له جنوبي کوریا سره د اړیکو نیولو یوازي رسمي مخابراتي اړیکه هم قطعه کړه.
تر دې دمخه پینګ یانګ د جنوبي کوریا اوسيدونکو ته د کیسونګ صنعتي پارک ته د بیا تلو اجازه ورکړې وه. تمه کیده چې له همدي سره به د دې پارک په اړه خبري هم پیل شي خو جنوبي کوريا ویلي ول، چې شمالي کوریا باید په دې اړه د رسمي خبرو اترو وړاندیز وکړي.