جنسي تیری او د مصري ښځو فریاد
۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبهدغه محصل ډېر ډاډه وو. ښايي تر دوه کالو ډېره موده د قاهرې د امريکايي پوهنتون محصلينې د دغه محصل له خوا په جنسي توګه ځورول شوي او يا يې جنسي تیری پرې کړی. هغه فکر کاوه چې ښځې به پر هغه د عريضې او يا د شکايت جرات ونه کړي.
د دغه محصلينو وکيلې نهاد ابو ال – قمسون د دويچه ویله له عربي څانګې سره په خبرو کې وويل چې ياد محصل هڅه کړې وه چې د خپلې احتمالاً مشهورې او بانفوذه کورنۍ په نوم دغه نجونې وبيروي.
د تیرې شنبې په ورځ ۲۱ کلن احمد بسام زيډ. د پوليسو له خوا ونیول شو. هغه اوس د تورونو له يوه سيلاب سره مخامخ دی.
د مصري رسنيو په حواله دا قضيه د عربي ژبې انستاګرام د يوې پاڼې له لارې چې نوم یې «پوليس او جنسي زور زیاتی» دی، رابرسيره شوې وه. ۹۳ ښځو او نجونو پر دغه پاڼه د جنسي ځورونې څخه خبر ورکړی دی.
د قاهرې امريکايي پوهنتون يوه معتبره تعليمي اداره ګڼل کيږي چې د شتمنو او بانفوذه مصري کورنيو اولادونه پکې زده کړې کوي. د اشرافيه د دې چاپيريال څخه د پېښو بوږنونکو جزياتو په مصر کې ډېر پام ځانته ګرځولي دی.
تیری او تهديد
د رسنيو د رپوټونو په حواله د سه شنبې په ورځ د مصر د ښځو ملي شورا ته د دغه محصل تر۴۰۰ شکايتونه رسيدلي ول. د شورا له خوا ويل شوي چې «نورې اغیزمنې هم دې ته هڅوو چې د دې سړي پر ضد شکايت وکړي يوازې په دې توګه هغه د خپلو کړنو اړونده سزا ترلاسه کولی شي.»
پر احمد زيډ. پر نورو سربیره پر يوې څوارلس کلنې نجلۍ د جنسي تیري تور هم لګول شوی دی. نورو ښځو ويلي دي چې دغه سړي دوی ته ګواښ کړی وو چې که پر ده عريضي وکړی نو غير مناسب جعلي انځورونه به یې پر انترنت خپاره کړي.
يوې اغیزمنې هوډ وکړ چې پوليسو ته د دغه سړي شکايت وکړي. د هغې تور دا وو چې څلور کاله دمخه یې هغه په جنسي توګه تهديد کړی وه. دا عريضه د تورن کس د نيولو باعث شوه.
ناوړه ميکانيزم
پر احمد زيډ. د ځوانو نجونو له خوا لګول شوي تورونه بوږنونکي دي. يوې نجلې د انستاګرام له لارې ويلي چې هغه د جنسي تیري له کبله سخته ټپي شوې وه. يوې بلې ويل شوي چې هغه زما کميس وشکاوه او هغه یې زما په خوله کې تخته کړ څو مې چيغې ونه وځي.
د ښځو د حقونو فعاله رولا خليل دې ډول پېښو ته له يوې سترې زاویې ګوري: «موږ په داسې يوه ټولنه کې اوسو چې پر ښځه برید کوي.» هغه زياتوي چې يوه مصرۍ ښځه تل بايد له ځانه دا پوښتنه وکړي: زه څه واغوندم؟ ولې ناوخته له کوره وځم؟ ولې مې له دغه کس سره خبرې وکړی؟ په دې توګه يو ناوړه ميکانيزم رامنځته کيږي: «سړی په دې توګه تل د تیري کوونکي پر ځای خپل ځان ملامتوي.»
«انقلابي ګام»
د برلين په آزاد پوهنتون کې د سياسي علومو په خټه مصرۍ استاده او د ښځو د حقونو فعاله هدا صلاح د يوې پريکړنده نقطې د رسيدو څخه خبره کوي. هغه وايي چې دې قضيې روښانه کړه چې جنسي تیری د ټولنې په ټولو قشرونو کې شته. هغه زياتوي: «تر اوسه فکر کیده چې دغه ډول پېښې يوازې د ټولنې بې وزله او له اقتصادي لحاظه ټيټ قشر پورې محدودې دي او په ممتاز قشر کې هیڅ نه رامنځته کیږي.خو دا يو ناسم تصور وو.«
د صلاح په حواله د ښځو د مقاومت کولو پريکړه يو «انقلابي ګام» دی او ښيي چې کله قوانين مرسته نه کوي نو ټولنیزې رسنۍ کولی شي دغه ډول ناوړه پېښې را برسيره کړي. نوموړې زياتوي د مصر په قانون کې که څه هم چې د ښځو حقونه په نظري توګه ښه ساتل شوي ښکاري خو د ورځني حقيقت او قوانينو ترمنځ توپير ډېر ستر دی.