جرمني: پولیسو په زرهاو الکترونيکي سګریټ ضبط کړي
۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبهاعلان
لکه څنګه چي په کریفیلډ کي د دغه ایالت مرکزي ګمرک خبر ورکړی، تقریبأ ۱۷۸۰۰۰ بې محصوله سګریټ د تلاشۍ پر وخت کشف سوي دي.
ویل کیږي چي دغه سګریټ بریتانیا ته وړل کیدله. د ماليې د نه تادیه کولو په خاطر د هغه تاوان تقریباً ۶۰۰۰۰ یورو ته رسیږي.
په تیر ډسمبر میاشت کي په مورس ښار کي د الکترونيکي سګریټو د یوه لوی تجارتي شرکت د تلاشۍ پر وخت په اول سرکي ۳۹۰ سګریټ کشف سوي وه. کله چي د دغه شرکت یو بل ګدام هم تلاشي سو، نو مامورینو ۱۷۷۹۵۹ نور بې محصوله سګریټ هم پیدا کړل.
دغه سګریت ضبط او د مسؤلینو پرضد یې د مالیاتو د پټولو او نه ورکولو په تور د جزأ څو پروسې جریان لري.