جرمني غواړي ۵۰۰۰ اوکرایني عسکر وروزي
۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعهاعلان
هغه اضافه کړه: « په دې وسیلې سره موږ پر خپلي هغي امادګۍ باندي تاکید کوو، چي په دوامداره ډول او خپلو انډیوالانو سره لاس په لاس د اوکرایني قواوو په روزلو کي برخه واخلو.»
اولاف په دې ارتباط د اروپا د اتحادیې د خارجي مسایلو د وزیر د تیري دوشنبې ورځي خبري ته اشاره وکړه، د کوم پراساس چي د ۱۵۰۰۰ اوکرایني عسکرو پر روزلو باندي موافقه رامنځته سوې وه. شولڅ همدارنګه وویل، چي د عسکرو د روزلو د دوو مرکزونو څخه یو به یې په جرمني کي موقعیت ولري. هغه د اوکراین د نظامي ملاتړ په خاطر د اروپايي او بین المللي همکارۍ غوښتونکی هم سو.