1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تير کال په ترکيه کې ۲۰۰ زره افغان مهاجر نيول شوي دي

۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبه

ترکي چارواکو ويلي چې په ۲۰۱۹م کال کې په دغه هیواد کې د غير قانوني مهاجرو شمیر دوه برابره شوی دی. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې تير کال په ترکيه کې د ۵۰۰ زره غيرقانوني مهاجرو په ډله کې ۲۰۰ زره يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3Vbme
Türkei Erzurum Flüchtlinge aus Afghanistan
آرشيفانځور: Imago/Depo Photos

ترکي رسنۍ د دغه هيواد د مهاجرت ادارې له قوله ليکي چې په ۲۰۱۹م کال کې دغه هیواد ته د داخل شوو غيرقانوني مهاجرو شمير دوه برابره لوړ شوی دی. د ترکيې اناتولو خبري آژانس ليکي چې تيرکال د ترکېې ساحلي ساتونکو يوازې ۶۰ زره او ۸۲ کسان په سمندر کې له ډوبيدو څخه ژغورلي دي. دغه کسان د مختلفو هیوادونو اوسیدونکي ښودل شوي دي.

په عين حال کې په ترکيه کې د غيرقانوني مهاجرو د نيول کيدو او له دغه هيواد څخه د هغوی د اجباري اخراجونو په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي. د ترکيې پولیسو په ۲۰۱۹م کال کې يوازې ۲۰۰ زره غیرقانوني افغان مهاجر نيولي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دويچه ويله ته وويل چې تيرکال په ترکيه کې د ۵۰۰ زره غيرقانوني مهاجرو په ډلې کې، ۲۰۰ زره یې افغانان ول. په دې ترتيب په ترکيه کې د غيرقانوني مهاجرو ۴۰ سلنه برخه يې افغانان تشکيلوي.

Türkei Erzurum Flüchtlinge aus Afghanistan
افغان مهاجرو د ترکيې ازمير پر لور د مزل په حال انځور: Imago/Depo Photos

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، ګران هيواد، په دې اړه وويل: «د ۲۰۰ زره افغان مهاجرو له ډلې څخه، ۸۰ زره يې په خپله خوښه بيرته افغانستان ته راګرځول شوي دي.»  د هيواد په خبره افغانستان ته د دغو افغانانو د بيرته ستنيدو لګښتونه د مهاجرت نړيوالې ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان له خوا ورکړل شوي دي. خو داسې ډیر رپوټونه هم شته چې وايي دغه افغان مهاجر په خپله خوښه نه بلکې مجبور کړل شوي چې افغانستان ته ستانه شي.

په لارو کې د ۳۵۰ افغان مهاجرو مړينه

تيره مياشت په استانبول کې د افغانستان جنرل قونسل دويچه ويله سره په مرکه کې ويلي وو چې د ۲۰۱۹م کال په ۹ مياشتو کې ۳۵۰ افغان مهاجر د ترکيې په سرحدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ذکريا بارکزي هغه وخت په ترکيه کې د افغان مهاجرو وضعيت د انديښنې وړ وباله او زياته کړه چې د تيرو شپږو مياشتو په موده کې په ترکيه کې د افغان مهاجرو په اړه د سختو او ټکان ورکونکو پيښو شاهد پاتې شوی دی.

په افغانستان کې ناامني، بیکاري او فقر، د دې سبب شوي چې په لسونو زره افغانان مهاجرتونو ته مخه کړي. ډيری دغه افغانان اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو په موخه، ځانونه ترکيې ته رسوي.