ترکیې په قطر کې له دغه هیواد سره ګډه پوځي اډه پرانیسته
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهد سه شنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې ۱۴ نیټه) د قطر او ترکي ځواکونو ګډه نظامي قرارګاه د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو په موجودیت کې پرانیستل شوه. د قطر خبري آژانس په وینا چې د «الجزیره» شبکې له خوا خپور شوی دی، په دغو مراسمو کې د قطر هیواد د دفاع وزیر او د لومړي وزیر مرستیال خالد بن محمد عطیه او د ترکیي د دفاع وزیر خلوصي آکار، هم حضور درلود. دغه ګډه پوځي اډه د «خالد بن ولید» په نوم نومول شوې ده.
مخکې تر دې د دواړو هیوادونو چارواکي د پوځي همکارۍ په برخه کې په بشپړ ډول موافقې ته رسیدلي وو. د قطر د رسمي خبري آژانس په حواله د دغې پوځې اډې د پرانیستې په مراسمو کې د قطر لوی درستیز تیمسار غانم بن شاهین الغانم او د دواړو هیوادونو یو شمیر پوځي قوماندانانو هم ګډون کړی وو.
د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د نومبر میاشتې په وروستیو کې په دوحه کې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو کانفرانس په پنځم دور کې، د ترکیي او قطر د ګډو ځواکونو د پوځي اډې له مقر څخه لیدنه کړې وه.
د ترکیي ولسمشر په هغو مراسمو کې ویلي وو چې د خالد بن ولید پوځي اډه به ورځ تر بلې لا زیاته پیاوړې شي. نوموړي زیاته کړه: «د ترکیي حضور مهم دی، نه یوازې د قطر د امنیت له پاره، بلکې په ټول خلیج کې د سولې د تحکیم او ثبات له پاره.»
قطر د ۲۰۱۷م کال له دوبي راهیسې د سعودي عربستان په رهبرۍ د خپلو ګاونډیو عربي هیوادونو له خوا په اصطلاح محاصره کې قرار لري. د دې محاصرې یو دلیل په قطر کې د ترکیي نظامي حضور دی. په همدې حال کې د محاصرې تر پیلیدو وروسته له ترکیي سره د قطر اړيکې پراخې شوي دي او د ترکیي نظامي حضور هم په دې هیواد کې زیات شوی دی.
دویچه ویله/ش.ن/ا.ا