ترکیې په سلونو مهاجر نیولي دي
۱۳۹۴ آذر ۱۰, سهشنبهلکه څرنگه چې ساحلي څارونکو د رویټرز خبري آژانس ته هم دا خبره تائید کړې ده پولیسو په سلونو سوریایي، عراقي او افغان مهاجر او همداشان درې انساني قاچاق وړونکي په مؤقتي توگه نیولي دي.
د رپوټونو له مخې د ترکیې د امنیتي ځواکونو دغه عملیات له میاشتو راهیسې د خپل ډول پراخه عملیات وو. یوه چارواکي ویلي دي چې نیول شوي کسان د بیرته استولو یوه مرکز ته بیول شوي دي او زیاته شوې ده چې د دغو کسانو ځینې یې بیرته خپلو اصلي ټاټوبو ته استول شوي دي.
د انقرې حکومت د یکشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې سره په غونډه کې ژمنه وکړه چې د لویدیځي اروپا پر لور د مهاجرو د هجوم د مخنیوي په برخه کې به مرسته کوي. ترکیې ویلي وو چې د هغو کسان د سفر مخه به نیسي چې د پناه غوښتنې حق و نه لري او رد شوي مهاجر به هم بیرته مني. پر دې سربیره د ترکیې لومړي وزیر داوود احمد اوغلو د انساني قاچاق وړونکو پر ضد د سختو اقداماتو د ترسره کولو خبره کړې وه.
د دې په بدل کې اروپایي اتحادیې، په دغه هیواد کې د میشتو ۲،۲ میلیونه مهاجرو د ښې پالنې له پاره د درو میلیاردو یورو د ورکولو خبره کړې ده. پر دې سربیره به ترکیي اتباعو ته پرتې د ویزې د سفر کولو اجازه د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې ورکړل شي او همداشان په اروپایي اتحادیه کې به د دغه هیواد د شاملیدو په هکله خبرې اترې گړندۍ شي.
۸۰۰ زره کډوال د مدیترانې له لارې راغلي
په روان میلادي کال کې د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر ۸۰۰ زرو زیات انسانان چې په سوریه، لبنان او ترکیه کې له جگړو څخه په تیښته ول، د مدیترانې د سمندرگي له لارې یونان ته تللي دي. زیاته شوې ده چې دغه ځای ته رسیدلي زیاتره کسان په اصطلاح د بالکان له لارې آلمان او سویډن ته تللي دي. د مدیتراني د سمندرگي په خطرناک سفر کې په سلونو کسان غرق شوي هم دي.
د یونان د لیزبوس ټاپو ته څیرمه د اروپایي اتحادیې د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» د پرتگالي بیړۍ عملې ۲۵ ماشومانو او ۲۷ لویان له غرقیدو څخه ژغورلي دي. د فرونټکس مشر ویلي دي: «قاچاق وړونکو په دې سره یو ځل بیا وښووله چې د هغوی گټه د انسانانو له ژوند څخه مهم ده.»