ترکیې خپل لومړی تولید شوی موټر نندارې ته وړاندې کړ
۱۳۹۸ دی ۷, شنبهد ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۲۷مه نیټه) په ترکیه کې د لومړني تولیدیدونکي بریښنايي موټر له نمونې څخه پرده پورته کړه او په دې توګه یې هیله څرګنده کړه چې ترکیه به په راتلونکي کې د موټرو د تولید د صنعت په برخه کې مخ پر وړاندې ګامونه کیږدي.
د موټرو د نندارې د مراسمو پرمهال اردوغان وویل: «نن موږ د خپل هیواد د یوې تاریخې ورځې شاهدان یو، د ترکیې د تیرو ۶۰ کلونو د خوب د ریښتیا کیدو د ورځې شاهدان یو.» د موټرو د نندارې دغه غونډه استانبول ته نیږدې د ګیبزه د صنعتي پارک د ټکنالوجۍ په مرکز کې جوړه شوې وه.
په ترکیه کې له پخوا نه د موټرو د سترو نړیوالو شرکتونو حضور موجود دی. په دې هیواد کې د فورډ، فیات کریسلر، رینالټ، ټویوټا او هیونډاي شرکتونه موټرونه تولیدوي. په دغو شرکتونو کې ترکي کارګر په بهرنیو هیوادونو کې تولید او ډیزاین شوي موټر بسته بندي کوي او په ځینو مواردو کې بسته بندي شوي موټرونه ان اروپايي هیوادونو ته هم صادروي.
د موټرو د نندارې په مراسمو کې ولسمشر اردوغان وویل: «موږ د کلونو راهیسې ویل چې ترکیه باید په خپله موټر تولید کړي، ځکه چې موږ د بسته بندۍ څخه د ښو کارونو جوګه یو.» ولسمشر اردوغان په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې ترکیه نه یوازې د نوې ټکنالوجۍ له پاره په یوه ښه بازار بدله شوې، بلکې داسې هیواد دی چې اوس نوې ټکنالوجي ته وده ورکوي، پکې جوړیږي، تولیدیږي او نورې نړۍ ته صادریږي.
نوموري تر مراسمو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه د یوه موټر د چلولو خپله ویډیو هم خپره کړې او ویې ویل چې یو دانه به په خپله هم واخلي.
د ټوګ «TOGG» په نامه د ترکیې د موټرو ګډ شرکت چې له پنځو نورو شرکتونو او د سوداګرۍ له یوې اتحادیې جوړ دی، په پام کې لري چې په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د بریښنايي موترو ۵ ماډلونه توليد کړي. د جمعې ورځې په مراسمو کې یوازې دوه ماډلونه یې نندارې ته وړاندې شول.
ټاکل شوې چې د استانبول جنوب لوري ته د بورسا په ښار کې به د یادو موټرو د تولید یوه فابریکه جوړه شي او په ۲۰۲۲م کال کې د کاله تر ۱۷۵ زره موټرو د تولید ظرفیت ولري. د معلوماتو له مخې په راتلونکو ۱۳ کلونو کې به پر دغه ګډه پروژه په مجموعي ډول ۳ اعشاریه ۳ میلیارده یورو مصرف راشي او شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د ترکیې حکومت به د یاد شرکت د فابریکې له پاره ځمکه په اختیار کې ورکړي او له مالیو څخه به معافیت هم ورکړي. حکومت همدا راز یاد شرکت ته د تر ۲۰۳۵م کاله پوري په کال کې د ۳۰ زره موټرو د اخیستلو تضمین هم ورکړی دی.