1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ترکیه: د البغدادي خور مو نیولې ده

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

ترکیې ویلې چې د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي خور یې نیولې ده. چارواکو دغه نیونه د استخباراتو په برخه کې خورا مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د دغې ډلې په هکله نور معلومات ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3STOw
Pentagon PK Veröffentlichung Bildmaterial al-Baghdadi Einsatz
انځور: US Department of Defense

د ترکیې د لوړپوړو چارواکو په وینا هیواد یې د ترهګرې ډلې داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي، مشره خور نیولې ده. د چارواکو په وینا ۶۵ کلنه رسمیه عواد د سوریې په شمال کې د اعزاز په سیمه کې د هغې د استوګنې پر یوه کانتر باندې د چاپې په ترڅ کې له خپلې کورنۍ سره نیول شوې ده. چارواکو ویلي دي چې دغه نیونه له استخباراتي اړخه ډیره مهمه ده.

یوه لوړپوړي ترکي چارواکي ویلي دي: «هغه معلومات چې هغه یې [د داعش په هکله] لري، په ځانګړې توګه د دغه ډلې په هکله زموږ پوهه زیاتولی شي او موږ سره د نورو کسانو په نیولو کې مرسته کولی شي.»

اعزاز هغه سرحدي سیمه ده چې د ترکیې له لوري اداره کیږي. دغه سیمه د سوریې متحدو ځواکونو رامنځ ته کړې وه چې د الفرات د ژغورنې د زون په نامه یادیږي.

د ترکیې د چارواکو په وینا رسمیه عواد د نیول کیدو پر مهال له خپل میړه، نږور او پنځو ماشومانو سره وه. زیاته شوې ده چې له بالغو کسانو تحقیقات کیږي.

د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو رئیس فحرتین التوم، ویلي دي چې د دغې ښځې نیول کیدل د داعش پر ضد جګړه کې د ترکیې مصممتیا په اثبات رسوي. هغه د سه شنبې په سهار وختي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د البغدادي د خور نیول کیدل د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې زموږ د بریا یوه بله بیلګه ده.»

هغه په خپل پیغام کې وړاندې لیکلي دي: «د ترکیې پر ضد ډیر تبلیغات خپریږي څو د داعش پر ضد زموږ د عزم پر وړاندې شکونه راپورته شي. له هم فکره شریکانو سره د ترهګرۍ پر ضد زموږ غښتلي همکاري هیڅکله تر پوښتنې لاندې نه شي راتلی.»

خو د البغدادي د خور په هکله ډیر معلومات نه شته. داسې ویل کیږي چې البغدادي خپل یوه ورور ته چې د ابو حمزه په نامه یادیږي، ډیر نزدې وو.

البغدادي په اکتوبر میاشت کې ادلب ولایت ته څیرمه د امریکا متحده ایالاتو د چاپې په ترڅ کې ووژل شو. د هغه وژل کیدل د یاغیانو دغې ډلې ته سخته ضربه ګڼل کیږي. تر دې دمخه دغې ډلې په سوریې او عراق کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف او د سوریې او عراقي متحدینو په مرسته د پوځي ماتو په ترڅ کې ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي. 

sr/ms (AP, Reuters)