ترکیه: تر آیا صوفیه وروسته یوه بله کلیسا هم پر جومات بدل شو
۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبهد ترکیې له تر ټولو لوی ښار استانبول څخه د اګست میاشتې په ۲۲ نیټه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د اردوغان حکومت دغه پخوانۍ بیزانسي کلیسا د آیا صوفیه پر جومات تر بدلولو نږدې یوه میاشت وروسته د مسلمانانو پر عبادتځای بدل کړ. بيزانس چې قسطنطينه يعنې نننی استانبول يې پخوا پلازمېنه وه، د يونانيانو او شرقي ارتودوکس کليسا تر تسلط لاندې سيمه وه. دا هغه سيمه ده چې وروسته بیا ترکانو ونيوله.
آیا صوفیه یو داسې ساختمان دی چې پخوا څو پیړۍ جومات او کلیسا پاتې شوی دی. تر یوې میاشت مخکې پورې د څو لسیزو راهیسې دا موزیم وو.
په ډیر لوړ شمیر کې مسلمانانو د دې ساختمان (چې د استانبول ښار د شهرت سبب هم ګڼل کیږي) پر جومات د بدلون د پریکړې ستاینه وکړه، خو دغه اقدام په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره هم مخامخ شو.
د ترکیي په رسمي ورځپاڼه کې اعلامیه
د ترکیي په یوه رسمي ورځپاڼه کې د خپرې شوې يوې اعلامیې په اساس د اردوغان د یوه حکم په اساس د استانبول په کوري (چې انګلیسي تلفظ یي کورا دی) سیمه کې د سینت سیویئر کلیسا د ترکیې مذهبي چارو مسئولینو ته سپارل شوې ده. مذهبي چارواکې به دا ساختمان د مسجد په توګه د مسلمانانو د عبادت له پاره پرانیزي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
دا ساختمان هم لکه د آیا صوفیه په څیر په پخوا وختونو کې په پیړیو پيړو کله جومات او کله هم کلیسا پاتې شوی دی، خو بیرته پر جومات له بدلیدو مخکې دا د لسیزو راهیسې موزیم وو. تر اوسه پورې ترکي چارواکو لا دا نه دي ویلي چې د دې موزیم پر جومات تر بدلولو وروسته به هلته عملاً د لمانځه ادا کول کله پیل شي.
ویل کیږي چې دغه کلیسا په څلورمه عیسوي پیړۍ کې جوړه شوې وه، خو د دوانۍ مخې ته د نصب شوې لوحې مطابق دا په یولسمه یا دولسمه عیسوي پيړۍ کې جوړه شوې ده.
د عثماني سلطنت پر مهال دا ساختمان پر جومات بدل شوی وو، خو د ترکيې د عصري حکومت تر رامنځته کیدو نږدې دوه لسیزې وروسته په ۱۹۴۵م کال کې دې ساختمان ته د موزیم حیثیت ورکړل شو.
د آیا صوفیه په څیر تیر کال د محکمې د یوې پریکړې په ترڅ کې د موزیم په توګه د دې ساختمان حیثیت منسوخ کړای شوی وو او تیره ورځ (د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه) یې پر یوه جومات د بدلولو قانوني لاره هواره کړای شوه.