«ترکيې د مهاجرينو پرمخ د یونان او بلغاریې سرحدونه خلاص کړل»
۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعهد حکومت یوه لوړ رتبه استازي فرانس پرس خبري آژانس ته نن جمعه (د فبرورۍ میاشتي ۲۸ مه) وویل، چي « ترکيه به نور د هغو مهاجرينو پر مخ سرحدونه ونه تړي، کوم چي غواړي اروپا ته ولاړ سي.» تر دې دمخه لا ترکي رسنیو خبر ورکړی ؤ، چي ترکيې د یونان او بلغاریې پر مخ سرحدونه خلاص کړي دي.
لکه څنگه چي ترکي خبري اژانس (DHA ) خبر ورکړی دی، همدااوس ۳۰۰ سوریايي، عراقي، پاکستاني ،مراکشي، ایراني ،افغان او نور مهاجر د یونان سرحد ته نژدې ،اېدرین ولایت ته رسیدلي دي. په خبره یې یو بل گروپ بیا د ترکيې غربي ساحل، کاناکاله ښار ته پر لاري دی، دکومه ځایه څخه به چي د کښتیانو پواسطه د یونان د لیسبوس جزیرې ته ورسیږي.
د ملگرو ملتونو په حواله د تیر ۲۰۱۹ م کال د ډسمبر میاشتي د شروع څخه تقریبأ ۹۵۰۰۰۰ انسانان د سوریې د جنگ ځپلو سیمو څخه تښتیدلي دي، چي تقریبأ نیم میلیون یې کوچنیان دي. د هغوی اکثریت په ترکیه کي تر ډیرو خرابو شرایطو لاندي ژوند کوي.
په ترکیه کي په اوس وخت کي تقریبأ ۳،۶ میلیونه سوریايي مهاجرین ژوند کوي.