ترکيې ته پر لار ډوبي شوې کښتۍ په جسدونو کې ۲۴ افغانان دي
۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، ګران هيواد، رسنيو ته په يوې استول شوې ويډيو کې په ترکيه کې د مهاجرو د ډوبې شوې کښتۍ په اړه وروستي معلومات ورکړي دي. هغه وايي: «تر اوسه د ۲۴ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي.»
د هيواد په خبره چې تر اوسه په مجموع کې ۵۸ مړي موندل شوي دي. هغه زياتوي: «په ترکيه کې د افغانستان سفارت او افغان حکومت په دې برخه کې کار کوي تر څو دغه اجساد کابل ته انتقال او کورنيو ته يې وسپاري.»
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت همدا راز له افغانانو څخه غوښتي دي چې له غیرقانوني سفرونو څخه چې د دوی د ژوند په بيه تماميږي ډډه وکړي.
د مهاجرو لیږدونکې دغه کښتۍ د ترکيې په ختيځ کې ډوبه شوې وه چې تر ډوبیدو څو اونۍ وروسته، د قربانیانو نور جسدونه هم موندل شوي دي. په دوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د ترکیې دولتي خبري آژانس «انادولو» تر دې وړاندې خبر ورکړی وو چې د جون میاشتې په وروستیو کې د مهاجرو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو تائید شوی شمیر ۵۴ ته لوړ شوی دی. د تيرې ورځي په رپوټونو کې ويل شوي ول چې د نورو قربانیانو د موندلو په موخه دې لټون ادامه ولري.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان زویلو، د معلوماتو له مخې د جولای په اوایلو کې په دې کښتۍ کې ۶۰ تنه سپاره ول، خو دا چې کښتۍ څنګه ډوبه شوې ده، په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
ډيری وخت انساني قاچاقبران په وړو او زړو کښتيو کې د هغو د وړتيا څخه ډير مهاجر سپروي چې ډيری وخت دغه خبره، په سمندر کې د مهاجرو د کښتيو د ډوبيدو سبب واقع کیږي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ن.ز.
زموږ له آرشیف څخه: