ترمپ ديموکراټان په کودتا تورن کړل
۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبهدونالد ترمپ د يوه ليک په ليکلو دیموکراټان په سياسي کاري او د امريکا د دیموکراسۍ پر ضد جگړه باندې تورن کړی او اعتراض يې کړی چې د هغه استيضاح غير قانوني ده. ترمپ همدا راز نيوکه کړې چې هغه وخت چې دیموکراټان د هغه د استيضاح له پاره تیاری نيوه، د اسنادو د وړاندې کولو له پاره د اساسي او قانوني حقونو څخه محروم شوي دي.
ترمپ ټينګار کړی دی چې د دیموکراټانو هدف د هغه ماتول نه، بلکې د جمهوري غوښتونکو د ګوند ماتول دی.
ترمپ په دغه شپږ مخيز ليک کې خپله غوسه پټه نه ده ساتلې او په هغه کې يې د دیموکراټانو پر ارشدې مشرې، نانسي پلوسي او د دیموکراټانو نورو استازو په اړه ليکلي چې تاريخ به د هغوی د اقداماتو په اړه قضاوت وکړي.
پلوسي د امريکا د استازو په مجلس کې د دیموکراټانو مشره ده. ترمپ ليکلي چې نانسي پلوسي او د هغې ګوند، د استيضاح بې معنی بهير په اړه خپلو ژمنو ته ادامه ورکوي او دې سره يې اساسي قانون نقض او په امريکا کې يې د دیموکراسۍ پر ضد د جګړې اعلان کړی دی.
اصلي موخه د ۲۰۲۰ انتخابات
ترمپ زياته کړې ده چې د نانسي پلوسي او د هغې د دیموکراټ ګوند هدف دا دی تر څو يې د امريکا پر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو باندې چې د ۲۰۲۰م کال په نوامبر کې ترسره کيږي، خپل اغيز اچولی وی. ترمپ د دیموکراټانو دغه گام کودتا بللې چې پر وينا يې هدف د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې د رايو له غلا کولو پرته نور څه نه دی.
په پام کې ده ترمپ د ۲۰۲۰م کال د نوامبر په انتخاباتو کې د دیموکراټانو له استازي جو بايډن پر وړاندې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ودريږي. دیموکراټان اوسمهال، دونالد ترمپ رسماً د قانون د اجرا د مخنيوي او د امريکا د ملي امنيت په خطر کې اچولو باندې تورنوي.
دیموکراټان ترمپ پر دې تورنوي چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زیلنسکي يې د جو بايډن او د هغه د زوي هانتر په ضد تحقيقاتو ته ترغيب کړی دی. جو بايډن په راتلونکو انتخاباتو کې د ترمپ اصلي حريف ګڼل کيږي.
د ترمپ د استيضاح امکانات
په پام کې ده چې نن چهار شنبه (د دسمبر ۱۸مه) د ترمپ د تورونو په تړاو د امريکا د استازو مجلس غونډه جوړه کړي.
په داسې حال کې چې دیموکراټان د استازو په مجلس کې اکثريت دي او کولای شي د ترمپ استيضاح په ډيره سادګۍ مخ ته يوسي، خو دغه کار بيا د سنا په مجلس کې سخت دی. هغه په دې چې له يوې خوا په دغه مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثريت دي او له بلې خوا د ولسمشر دونالد ترمپ د استيضاح له پاره، د دوه پر درې برخه استازو رايو ته اړتيا ده.
که چيرته د ترمپ استيضاح وشي، دا به د امريکا متحده ايالاتو څلورم ولسمشر وي چې د استازو مجلس له خوا تر استيضاح لاندې نيول کيږي.