ترمپ ولې په ناڅاپي سفر هند ته تللی؟
۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبهد متحده آيالاتو ولسمشر د هند د ګجرات آيالت احمدآباد ښار ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړی وزير، نریندر مودي له دغه آيالت سره تړاو لري. ترمپ به ۳۶ ساعته له هند څخه ليدنه کوي چې د رپوټونو له مخې په يوه لوی رسم ګذشت کې به ورسره «په ميليونو» خلک ګډون کوي.
د دغه سفر هدف د نړۍ د دواړو تر ټولو لويو دموکراتيکو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا ده. دغو دواړو هېوادونو په دې وروستيو کې په تجارتي برخه کې يو څه ترينګلتيا سره لرله. ترمپ مخکې له دې چې الوتکه يې ښکته شي، په هندۍ ژبه په خپل تويت کې ليکلي وو: «موږ حاضر يو چې هند ته درشو، موږ په لاره يو او د څو ساعتونو په ترڅ کې به له هر چا سره ووينو.»
د هند لومړی وزير مودي ورته ولاړ وو او د ترمپ او د هغه د مېرمنې، مېلانيا هر کلی يې وکړ. ترمپ به لومړی د سبارماتي په نوم يوه مندر ته ورشي چېرته چې مهاتما ګاندهي ژوند کړی وو. ترمپ او مودي به بيا له ښار څخه ليدنه وکړي چې د کریکټ په نوي جوړ شوي لوبغالي کې يوه لويه غونډه ورته نيول شوې ده. د کریکټ ياد لوبغالی د نړۍ تر ټولو ستر دغه ډول يو لوبغالی بلل کيږي. د ۲۲ کيلومترو په اوږدو کې د مودي، ترمپ او لومړۍ مېرمنې مېلانيا عکسونه پر لوحو باندې لګول شوي دي. په زرونو خلک چې ډېري يې د مودي د هندو ملتپال ګوند «پي جی پي» پلويان دي، به د نوي ډمبر شوي سړک په اوږدو کې ولاړ وي او د ترمپ د موټرو له کاروان څخه به هرکلی کوي.
د دويچه ويله خبرياله سونيا پهالنيکار وايي چې دغه ليدنه د دواړو مشرانو له پاره ګټې لري. پهالنيکار ويلي دي چې «د ولسمشر ترمپ له پاره دغه ليدنه په يوه ټاکنيز کال کې اهميت لري ځکه چې د لويديځ آيالت ګجرات بهرمېشتي خلک په متحده آيالاتو کې يوه نفوذ لرونکې بډايه ډله تشکيلوي چې په دوديز ډول د ترمپ ملاتړ کوي. ډېرو کسانو يې د ولسمشريز ټاکنيز کمپاين له پاره ډېرې بسپنې ورکړې دي. له دې کبله يو هدف د هغوی تر منځ د ملاتړ ډېرېدل دي.»
بهالنيکار زياته کړې ده چې دغه سفر د لومړي وزير مودي له پاره هم مهم دی «چې په کور دننه په لويه کچه له مظاهرو سره مخامخ وو او په بهر کې يې هم د تابعيت د ناندریيز قانون په سر انتقادونه ليدلي دي چې د ځينو په خبره د هند سېکولار دودونه تر پښو لاندې کوي.»
د چين ولسمشر شي جينپينګ او د جاپان صدراعظم شينزو آبې هم دغه ښار ته ورته سفرونه کړي دي. دا ځکه چې ګجرات د هند تر ټولو لوی آيالت دی. خو د رويترز خبري اژانس خبريالانو ويلي دي چې د ترمپ سفر ته چمتوالی په «بې سارې» کچه نيول شوی دی.
adi/bk/ن ص/س ر