1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وایی له اردوغان سره یې خبري ګټورې وې

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي د عملیاتو یوه میاشت وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ خپل ترکي سیال اردوغان ته په سپينه ماڼۍ کې هرکلی ووایه. خو پوځي عملیات د دواړو مشرانو د بحث یواځینۍ موضوع نه وه.

https://p.dw.com/p/3SyWb
Washington Staatsbesuch Erdogan bei Trump
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Vucci

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په سپينه ماڼۍ کې وویل چې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې اترې صمیمانه او ګټورې وې. ترمپ په سپینه ماڼۍ کې له اردوغان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې دی »د ولسمشر [اردوغان] لوی مینه وال دی.« د ترمپ په خبره ترکیه د متحده ایالاتو یو مهم ستراتیژیک شریک دی او همداشان د دواړو هیوادونو سوداګریزي اړیکي لوی پوتنسیال لري. پر دې سربیره ترمپ غوښتنه وکړه چې اروپا دې په ترکیه کې د سوریایي مهاجرو د پالنې په تمویل کې قوي ونډه واخلي.

ترمپ په خپلو څرګندونو کې دې ته هم اشاره وکړه چې د ترکیې او سوریایي کردانو ترمنځ اوربند ادامه مومي. ترمپ زیاته کړه: »دا یو پيچلی وضعیت دی.«

د متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ترکیې له لوري له روسیې څخه د اس -۴۰۰ ډوله دفاعي توغندیو سیستم رانیولو »جدي ننګونې« رامنځ ته کړي دي. هغه هیله مندي ښوولې چې د دغه وضعیت د حلولو جوګه اوسي. د ترمپ په خبره په دې هکله خبرې شوي دي او په راتلونکې کې به یې هم په اړه خبره ترسره شي. د متحده ایالاتو ولسمشر یادونه وکړه چې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ته دنده سپارل شوې چې د دغه ستونزې له پاره یوه حل لاره ومومي. اردوغان په خپلو څرګندونو کې وویل چې سړی ستونزې یوازې د ديالوگ له لارې حلولی شي.

د اردوغان د سفر پر ضد احتجاج

د سپینې ماڼۍ مخې ته په لسګونو کسانو د اردوغان او د هغه د سیاست پر ضد احتجاج وکړ. احتجاج کوونکو پر نورو سربیره د کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) بیرغونه هم له ځانه سره لیږدول. هغوی »ترکیه باید له سوریې څخه ووځي «او دې ورته نور شعارونه ورکول. کله چې اردوغان د ۲۰۱۷م کال په می میاشت کې واشنګټن ته سفر کړی وو، نو د هغه ساتونکو د ترکیې سفارت مخې ته سوله ایز مظاهره کوونکي وهلي وو. دغه څه په متحده ایالاتو کې د خلکو د غوسې سبب ګرځیدلی وو.

Unterstützer der PKK in Washington
په واشنگټن کې د اردوغان پر ضد مظاهرې وشوېانځور: picture-alliance/AA/T. Coskun

د نظر اختلاف

متحده ایالات او ترکیه چې د ناټو پيمان غړي هیوادونه هم دي، په وروستیو کې یې اړیکي د ډیر شمیر موضوعاتو له کبله ترینګلي شوي دي. ترمپ خپل ترکي سیال ته د سوریې په شمال کې د ترکي د پوځي عملیاتو د پيلیدو یوه میاشت وروسته هرکلی ووایه. ترکیې د اکتوبر میاشتې په نهمه نیټه د خپلو متحدو یاغي ډلو سره د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل، څو  کردي ولسي واحدونه له دغه سیمې پر شا کړي. کردي ولسي واحدونه د داعش پر ضد جګړه کې د متحده ایالاتو د ځواکونو متحدین ول. خو ترکیه بیا برعکس کردي ولسي واحدونه د یوه ترهګر سازمان په توګه انګیري.

کله چې د سوریې له شمال څخه ترمپ د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، نو  عملا یې د ترکیې دغو پوځي عملیاتو ته لار هواره کړه. انتقاد کوونکي پر ترمپ باندې تور لګوي چې کردي ولسي واحدونه یې په سخته کې یوازې پریښودل. پر دې سربیره د ترمپ له لوري واشنګټن ته د اردوغان پر وربللو هم نیوکه شوې. د دیموکراتانو سناتور کریس وېن هالن، پر ترمپ باندې تور پورې کړی دی چې په دې سره یې پر نورو سربیره پر کردي ولسي واحدونو باندې د برید له کبله اردوغان ستایلی دی.

د متحده ایالاتو او ترکیې تر منځ یوه بله لانجمنه موضوع له روسیې څخه د انقرې له خوا د اس-۴۰۰ ډوله دافع هوا سیستم رانیول دي. متحده ایالات اندیښنه لري چې کیدای شي روسیه د دغه وسلې د رادار سیستم په واسطه د اف-۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتکو معلومات ته لاس رسی ولري. انقره د اف-۳۵ جېټ الوتکو د جوړیدو په چارو کې ونډه درلوده او غوښتل یې چې ډیر شمیر دغه ډول الوتکې راونیسي. خو له روسیې څخه د دغه توغندیو د رانیولو له کبله متحده ایالاتو ترکیه له دغه پروګرامه وایسته.

sr/bs (dpa, rtr)