ترمپ له چینه «نااميده» دی
۱۳۹۶ دی ۸, جمعهد امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، پر خپل تويترپاڼي ليکلي دي چې «بالفعل نيول». هغه زياته کړې ده، که چيرې شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد بهير ادامه ولري، نو دا به شونې نه وي چې د «شمالي کوريا» مسئلې له پاره دې د حل يوه سوليزه لاره پيدا شي.
ترمپ له دغې لارې په صراحت سره پر چين تور لګولی دی چې شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد بهير ته لا هم ادامه ورکوي او په دې کار سره يې پر پيونګ يانګ باندي نړيوال تحريمونه نقض کړي دي.
د امريکا ولسمشر دا ځل د شمالي کوريا د بحران د حل په برخه کې له پوځي ګواښونو څخه ډډه کړې ده، خو د امريکا متحدو ايالتو دولت په تيرو مياشتو کې په وارو وار سره ويلي دي چې د جګړې پيل به د «شمالي کوريا د بشپړې لمنځه تلو» په معنی وي.
د جنوبي کوريا چاپ ورځپانې«چوسون ايلبو» په وروستيو ورځو کې د دغه هيواد د رسمي سرچينو په حواله ادعا کړې وه چې امريکايي سټلاټيونو د شمالي کوريا په بندرونو کې د چينايي نفت لیږدونکو بيړيو انځورونه اخيستي دي. د دغې ورځپاڼي د رپوټ پر اساس، د چين له خوا د نفتو ليږد «له اکتوبر مياشتې راهيسې څو ځله شوی دی.»
تر اوسه لا روښانه نه ده چې آيا ترمپ، چين شمالي کوريا ته د نفتو د ليږد پر معاملې يوازي د سټلايټونو د انځورونو پر اساس تورن کړی دی او که نور اسناد هم په لاس کې لري.
پر شمالي کوريا نړيوال تحريمونه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۰۱۷م کال د دسمبر مياشتي پر۲۲ نېټه د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره پر شمالي کوريا نوي او لا شديد تحريمونه ولګول. امريکا او چين د دغه پريکړه ليک د تنظیمولو له پاره يو له بل سره همکاري کړې وه.
چين د شمالي کوريا تر ټولو مهم اقتصادي شريک ګڼل کيږي او تر اوسه يې د نفتو د سون په برخه کې د شمالي کوريا مهمې اړتياوي پوره کړي دي.
د امنيت شورا د پريکړه ليک پر اساس، د شمالي کوريا د تصفیه شوو او خامو نفتو واردات بايد ۷۵ سلنه کمښت ومومي. امريکا متحد ایالات تر دې مخکې په دې اړه د۹۰ سلنې محدوديت غوښتنه کړې وه.
نفت، د شمالي کوريا د اتمي او توغنديز پروګرام د ادامې له پاره يو له مهمو خامو موادو څخه شميرل کيږي. تر دې وړاندې پر شمالي کوريا د فولادو، د ډبرو سکرو، قلعيي، جامې او سمندري محصولات ليږد بند کړل شوي ول.
چين چې په امنيت شورا کې د ويتو حق لري، د ۲۰۱۷م کال له دوبي راهيسې يې د شمالي کوريا پر ضد درې پريکړه ليکونه تائيد کړي دي. د دغو ټولو پريکړه ليکونو محتواوې پر شمالي کوريا د تدريجي تحريمونو شديدول دي.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير رکس تيلرسن د چهارشنبې په روځ (دسمبر۲۷مه) د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي ول چې د شمالي کوريا وارداتي عوايد د نويو تحريمونو د پلې کيدو په پايله کې د۹۰ سلنې په شاوخوا کې راکښته شوي دي.
ترمپ د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې د شمالي کوريا کړکيچ د حل په برخه کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ ستاينه کړې وه. د چين رسنيو هم د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ته د «ترمپ اکا» خطاب کاوه، خو اوس داسې ښکاري چې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي يووار بيا له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
dpa,rtr,afp(K.S/N.Z)
زموږ له ارشیف څخه: