1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د امریکا د نظامي حضور د کمولو سیاست رسمي اعلان

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

دونالد ترمپ په آلمان کې د مستقرو امریکایي سرتیرو د کمولو سیاست په رسمي ډول اعلان کړ. ترمپ د دې پریکړې لامل د آلمان د پوځي بودیجې نه زیاتیدل بللی، خو کارپوهان بیا د «نورد ستریم-۲» پروژه د دې تصمیم د نیول کیدو علت بولي.

https://p.dw.com/p/3dq3R
Großbritannien NATO Gipfel | Merkel und Trump
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تصمیم لري چې په آلمان کې د مستقرو امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵ زرو ته را ټیټ کړي. اسوشیټډ پرس د سه شنبې په ورځ په آلمان کې د امریکایي عسکرو د کمیدو پر موضوع تمرکز کړی دی.

د ترمپ د څرګندونو له مخې په آلمان کې د امریکایي عسکرو شمیر به له ۳۴۵۰۰ څخه ۲۵ زرو ته راټیټ شي. ترمپ اعلان وکړ چې د اړتیا په صورت کې به په آلمان کې د امریکا د نظامي حضور بهیر دوام پيدا کړي.

اسوشیتد پرس لیکلي دي چې دا پریکړه د کانګرس بې مشورې شوې ده. د کانګرس یو شمیر استازو او حتی د جمهوریت غوښتونکو یو شمیر استازو هم د دې سیاست د عملي کولو په برخه کې د دوباره غور کولو غوښتنه کړې ده.

په آلمان کې د امریکا نظامي حضور

په آلمان کې د «شپيګل آنلاین» خبري انټرنټ پاڼې هم لیکلي دي چې په آلمان کې د امریکایي عسکرو د کمولو پریکړه د جون میاشت په لومړیو کې شوې وه، خو اوس یې د ترمپ له خوا اعلانیدل د دغه هیواد د حکومت نیول شوي تصمیم ته رسمي بڼه ورکوي.

شپيګل په خپل رپوټ کې د دې احتمال خبره کړې ده چې ترمپ په آلمان کې یو شمیر میشت غیر نظامي امریکایې اتباع هم په خپلو شمیرو کې شامل کړي دي. په آلمان کې شاوخوا ۱۷۵۰۰ غیر نظامي امریکایي اتباع هم شته لري.

Infografik US-Militärbasen in Deutschland EN

د نظامي حضور د کمولو علت

د امریکا حکومت وایي چې د دې تصمیم د نیولو دلیل په کافي اندازه د آلمان د دفاعي بودیجې نه زیاتیدل دي. د ناټو د موافقې پر اساس د دې تړون غړي هیوادونه باید د خپل ناخالص ملي تولید ۲ سلنه برخه نظامي مصارفو ته ځانګړې کړي.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل تر هغې پورې چې آلمان خپلې نظامي ژمنې نه عملي کوي، امریکا به په آلمان کې خپل د نظامي حضور کمولو سیاست ته دوام ورکړي.

ویل کیږي چې د دې پریکړې دلیل له «نورد ستریم-۲» پروژې سره بی ارتباطه نه دی. ترمپ په خپله وینا کې د دې پایپ لاین له طریقه د انرژۍ پر تامين انتقاد وکړ او په دې برخه کې یي د آلمان او روسیي د همکارۍ په هکله د امریکا د حکومت ناخوښي څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر ویلي دي: «ولي آلمان د انرژۍ د تامين له پاره روسیي ته په میلیاردونو ډالره ورکوي او دا څنګه کیدای شي چې موږ دې د روسیي پر وړاندې له آلمان څخه دفاع وکړو؟ داسې یو څه څنګه ممکن دي؟ داسې یو څه نه شي عملي کیدلی.»

روسیي ته د میلیاردونو ډالرو له ورکړې څخه د ترمپ هدف د «نورد ستریم-۲» پروژې په اړه د آلمان او روسیي همکاري ده. آلمان د دې پروژې په عملي کولو سره اراده لري چې انرژۍ ته د خپلې اړتیا یوه برخه له روسيې څخه د وارداتي ګازو له طریقه پوره کړي.

امریکا د دې پروژې د عملي کیدو مخالفه ده او په همدې دلیل د تیر کال په وروستیو میاشتو کې یي په دې برخه کې پر فعالو شرکتونو بندیزونه ولګول.

دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ن. ز