ترمپ د نړيوالې جګړې يادورځې ته نه ورځي
۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعهد امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په يوه ويديويي پيغام کي ويلي دي چي د موسمي چارو کارپوهان بيره لري چي »د بلا په شان لوی طوفان« به زيات تاوانونه واړوي. هغه زياته کړې چې »ټول اټکلونه دا وايي چي دا به ډېر سخت او ډېر لوی وي.« ترمپ ويلي دي چي غواړي په خپل هيواد کي پاته سي او په دې توګه يقيني کړي چي حکومت يې د »راتلونکي طوفان« په وړاندي چمتووالی لري.
ترمپ د پولنډ ولسمشر اندرځې دودا ته هم پر تليفون د نه ورتلو همدغه دليل وړاندي کړی دی. د دونالد ترمپ په وينا مرستيال ولسمشر مايک پېنس به پولند ته ولاړ سي او د هغه پر ځای به د نړيوالې جګړې د ياد ورځي په مراسمو کي ګډون وکړي.
د ترمپ په وينا هيله لري چي په نژدې راتلونکي کي به و پولند ته سفر وکولای سي.
اتيا کاله ترمخه د هتلر نازي آلمان پر پولند باندي بريد وکړ او په دې توګه دويمه نړيواله جګړه پېل سوه. د همدغې پيښي اتيايمه ياد ورځ په پولند کي پلان سوې چي پکښي د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير هم ګډون کوي.
په پام کي وه چي دونالد ترمپ به هم په دغو مراسمو کي ګډون وکړي.
فلوريدا طوفان ته چمتو والی نيسي
د »دوريان« په نوم طوفان د کاريبيک په سمندر کي پر لار دی او کارپوهان اټکل کوي چي د يکشنبې (۲۰۱۹ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) په ماښام به د امريکا متحده ايالاتو و سويل ختيځ ته ورسيږي. کارپوهان اندېښنه لري چي ياد ستر طوفان چي ورته د طوفانونو د شدت څلورمه تر پنځمي درجه ورکول سوې ده، ښايي د فلوريدا په ايالت کي وچې ته مخه کړي.
د فلوريدا په شمال کي واقع د جيورجيا ايالت والي بريان کېمپ په خپل ايالت کي په ساحلي مناطقو کي بېړنی حالت اعلان کړی دی. په دې هيله چي د ژغورنې او خوندي ځايونو ته د خلکو په انتقال کي آساني رامنځ ته سي. په فلوريدا ايالت کي له چهارشنبې ورځي (۲۰۱۹ کال د اګست ۲۸مه نېټه) راهيسي بېړنی حالت اعلان سوی دی.
دونالد ترمپ څو ورځي تر مخه ډنمارک ته هم د سپتمبر د پېل له پاره پلان سوی خپل سفر لغوه کړی ؤ.
ترمپ د سفر د لغوه کېدو دليل دا ښوولی وو چي د ډنمارک لومړۍ وزيره مېته فرېدريکسن دې ته چمتو نه وه چي د ګرينلند په نوم ټاپو پر خرڅلاو ورسره خبري وکړي.
ګرينلند د ډنمارک ملکيت خو خپلواک لوی ټاپو دی. ترمپ هيله څرګنده کړې وه چي ډنمارک د امريکا پر متحده ايالاتو باندي دغه ټاپو خرڅ کړي. دغې موضوع د ډنمارک دننه او دباندي هېښتيا رامنځ ته کړې وه.
rtr, afp, dpa/A.A./N.Z.