ترمپ: د امریکا تر وتلو وروسته طالبان واک ترلاسه کولی شي
۱۳۹۸ اسفند ۱۶, جمعهترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «هیوادونه باید پخپله د ځان ساتنه وکړي.» هغه زیاته کړه: «تاسو کولی شي یوازې د یوې مودې له پاره د یو کس [یوه هیواد] لاس ونیسئ [ترې ملاتړ وکړئ].»
کله چې له ولسمشر ترمپ څخه وپوښتل شول چې ایا طالبان کیدای شي یو وخت واک ته ورسیږي، نو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په ځواب کې وويل چې «په پلان کې نه ده چې داسې وشي، خو کیدای شي دا څه ترسره شي».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «موږ نه شو کولای د راتلونکو نورو شلو کلونو له پاره هم هلته پاتې شو. شل کاله کیږي چې موږ هلته یوو او د هغه هیواد محافظت کوو، خو موږ نه شو کولو چې [د شلو نورو کلونو له پاره هم پاتې شو] ... یو وخت باید هغوی پخپله د ځان محافظت وکړي.»
ترمپ روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان حکومت د ځان د ساتنې وړتیا لري او که نه. هغه زیاته کړه: «زه نه پوهیږم. دې پوښتنې ته ځواب نه شم ویلی [...] موږ باید انتظار وباسو او ووینو چې څه کیږي.»
(ms/nz (AFP