1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: ایران د جو بایډن د بریا په تمه دی چې امریکا خپله کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

ترمپ په ایران کې د کرونا وضعیت جدي بللی او له دغه هیواد سره یې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې مرستې ته امادګي ښودلې. هغه ویلي چې ایران د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن د بریا په هیله دی څو امریکا خپله کړي.

https://p.dw.com/p/3b9xV
USA | Donald Trump | Coronavirus  Briefing
انځور: picture-alliance/dpa//CNP/AdMedia/T. Katopodis

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۹ نیټه) وویل چې د ایران د غوښتنې په صورت کې لیواله دی چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغه هیواد سره مرسته وکړي.
ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت مشران بیا د ۲۰۲۰م کال د نوامبر میاشتې په ټاکنو کې د دیموکراتانو د نوماند د بریالیتوب په تمه دي. هغه وویل چې که جوبایډن بریالی شي، نو ایران، چين، جاپان، کاناډا او مکسیکو به امریکا خپله کړي.

ترمپ په خپلو څرګندونو کې خپلې پخوانۍ خبرې یو وار بیا تکرار کړي دي او ویلي یي دي چې حدس وهي د امریکا د باندنیو چارو پخوانی وزیر جان کیري نه غواړي په اوس وخت کې د امریکا او ایران ترمنځ یو توافق رامنځته شي، او ایران هم تصور کوي چې کولی شي صبر وکړي، تر څو جو بایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي او وروسته له هغې د دواړو هیوادونو ترمنځ یو توافق رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې په ایران کې د کرونا ویروس د خپریدو وضعیت جدي وباله او د دغه هیواد د حکومت له خوا اعلان شوي ارقام یې ناسم بللي دي.
ترمپ ټينګار کړی دی: «ایران د کرونا په ارتباط ستونزمن وضعیت لري او ډیر زیان یې لیدلی دی او ناسم ارقام یي وړاندې کړي دي. امریکا لیواله ده چې دغه هیواد ته په زرګونو تنفسي دستګاوې ورکړي او له دغه هیواد سره مرسته وکړي.»

ظریف: ایران به امریکا ته د مصنوعي تنفس دستګاوې صادر کړي
د امریکا ولسمشر مخکې تر دې هم له ایران سره د مرستې په اړه ورته څرګندونې کړې وې. خو ایران بیا د امریکا مرستې رد کړې وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په خپل تویتر کې د دونالد ترمپ په مخاطب کولو سره ولیکل: «ایران به تر څه وخت وروسته پورې د مصنوعي نتفس دستګاوې صادر کړي.»

ظریف د خپل تویت په دوام کې ټینګار وکړ، یوازنی کار چې امریکا يې باید ترسره کړي دا دی چې د نورو ملتونو په ځانګړي توګه د ایران په داخلي چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي. ظریف زیاته کړه «ایران د هیڅ امریکایي سیاستوال نصیحت نه مني.»

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص