1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: امریکا د ایران بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

د امریکا ولسمشر ویلي دي چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د یوه «دفاعي اقدام» په ترڅ کې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. تر دې دمخه ایران د فارس په خلیج کې د تیلو د قاچاق په تور د یوه ټانکر د نیولو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3MJ67
USS Boxer
انځور: Getty Images/U.S. Navy/MCSN Craig Z. Rodarte

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې امریکایي جنګي کښتۍ په هرمز تنګي کې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. زیاته شوې ده چې دغه ډرون له کښتۍ څخه د ۹۱۴ مترو په واټن کې ویشتل شوی دی.

په سپینې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ترمپ وویل چې یو اس اس بوکسر، کښتۍ هغه مهال د ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې پر وړاندې پر «دفاعي اقدام پېل وکړ» چې د پر شاتګ څو غوښتنې یې له پامه وغورځولې. ترمپ په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې ده چې دغه بې پیلوټه الوتکې «زموږ د کښتۍ د عملې خوندیتوب له ګواښ سره مخامخوه.»

د دې په غبرګون کې د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې دی د کومي ایراني بې پیلوټه الوتکو له راغورځولو څخه نه دی خبر.

هغه په ملګرو ملتونو کې د دغه سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره تر ملاقات دمخه خبریالانو ته وویل: «موږ نن د کوم ډرون د لاسه ورکولو په هکله معلومات نه لرو.»

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي، هم د ترمپ څرګندونې رد کړي دي او ویلې یې دي چې ښایي متحده ایالاتو په «غلطۍ» سره خپله بې پیلوټه الوتکه راغورځولې وي.

عراقچي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «موږ په هرمز تنګي یا بل کوم ځای کې هیڅ کومه بې پیلوټه الوتکه له لاسه نه ده ورکړې. زه اندیښمن چې یو اس اس بوکسر په غلطۍ سره خپله بې پیلوټه الوتکه نه وي راغورځولي.»

تر دغې پيښې دمخه ایران ویلي وو چې سپاه پاسدران انقلاب د فارس په خلیج کې د تیلو لیږدونکی یو ټانکر او د عملې ۱۲ تنه د ایراني تیلو د «قاچاق» په تور نیولي دي.

ترمپ د پنجشنبې په ورځ پر نورو هیوادونو غږ کړی وو چې د ایران له لوري «د بیړۍ چلونې د آزادۍ او نړیوال تجارت د اخلالولو» هڅې وغندي. ترمپ دا هم ویلي وو چې نور هیوادونه باید په سیمه کې د خپلو فعالو کښتیو دفاع وکړي او له متحده ایالاتو سره په ګډه کار وکړي.

د امريکا د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ د سیمې پر وخت د سهار په لسو بجو په نړیوالو اوبو کې رامنځ ته شوې چې بوکسر نومې کښتې د هرمز تنګي له لارې د فارس خلیج ته ورننوتله.

د ترینګلتیا ډیریدل

د روان میلادي کال د جون میاشتې پر ۲۰مه نیټه د ایران سپاه پاسدران انقلاب یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه وویشتله. ایران ویلي وو چې دغه الوتکه د دوی هوایي حریم ته ورننوتلې وه. دغه پیښې په نړیواله کچه د یوه پراخ کړکیچ د امکان په هکله اندیښنه راپارولې وې چې ترمپ د یوه غچ اخیستونکي هوایي برید امر کړی وو، خو په وروستیو دقیقو کې بیرته له دغه پریکړې پر شا شوی وو.

همداشان امریکا متحده ایالات د عمان په خلیج کې پر دو تیل لیږدونکو ټانکرونو د برید پړه پر ایران اچوي.

په فارس خلیج کې هرمز تنګی د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په یوه سیمه اوښتی دی، په ځانګړې توګه له هغه وروسته دغه ترینګلتیا زیاته شوه چې امريکا پر ایران باندې بندیزونه سخت کړل.

wmr/cmk sr/nz  (AP, Reuters, dpa)