تر افریدي وروسته پاکستان خپل دوهم بالر هم له لاسه ورکړ
۱۴۰۱ شهریور ۵, شنبهنن د آسیا جام سيالۍ د افغانستان او سريلانکا تر منځ په لوبې سره پيليږي.
په پام کې وو چې وسیم به د يکشنبې په ورځ د هندوستان پر وړاندې لوبه کې ګډون کوي. خو هغه د چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې د تمریناتو پر مهال ټپي شو. روغتيايي چارواکو هيله مندي ښودلې چې محمد وسیم به راتلونکې مياشت د پاکستان او انګلستان سياليو له پاره بيرته آماده شي.
د اسوشتيد پريس د رپوټ پر اساس، د وسیم پر ځای تيز توپ اچونکی حسن علي انتخاب شوی، خو تر اوسه د هغه ټاکنه د ټورنمنټ د چارواکو له خوا تائيد شوې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کريکټ بورډ تيره اوونۍ ويلي وو چې تيز توپ اچونکی شاهين شاه آفريدي په زنګون ټپي شوی چې له کبله ېې د آسيا جام په سياليو کې له لوبو بې برخې شوی دی. په دغه جام کې د آفريدي نه شتون د پاکستان پر چانس يو لوی ګوزار ګڼل شوی دی. د هغه پر ځای بل تيز توپ اچونکی محمد حسنين انتخاب شوی دی.
د آسيا جام سيالۍ نن شنبه (د ۲۰۲۲م کال د اګست ۲۷مه) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او سريلانکا تر منځ لوبې سره پيليږي. د افغانستان کريکټ بورډ پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي دي چې دغه لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام په شاوخوا شپږ نيمو بجو پيل شي.
ګوګل په دغه لوبه کې د سريلانکا د بریا احتمال ۶۶ سلنه او د افغانستان ېې ۳۴ سلنه ښودلی دی، تاسو څه فکر کوئ؟