بیلز په غیر تعلیقي عمري بند محکوم شو
۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبهپوځي قاضیانو د بیلز په اړه خپله پریکړه تر دوه ساعته بحثونو وروسته اعلان کړه. څارنوالانو ویلي وو چې بیلز د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان په کندهار ولایت کې له خپلې اډې وتلی وو او بیا یې په دوو کلیویو کې ۱۶ تنه ملکیان وژلي ول. د بیلز له خوا په وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل ول.
تر هغه وروسته چې بیلز په محکمه کې خپل جرم قبول کړ دا خبره تر ډیره حده پورې روښانه وه چې هغه به په عمري بند باندې محکوم شي، خو د بیلز وکیلانو هڅه کوله چې پوځي قاضیان دې ته راضي کړي چې تر شل کلونو بند وروسته رابرت بیلز ته د «تعلیقي بند» غوښتلو اجازه ورکړي.
د کندهار تر وژنو مخکې رابیرت بیلز څلور وارې په عراق او افغانستان کې ماموریتونه ترسره کړي ول. د هغه وکیلان استدلال کوي چې دغو ماموریتونو او په جګړه کې د بیلز د ملګرو مړینو پر هغه باندې سخت رواني فشارونه اچولي ول.
د پېښې شاهدان
د کندهار د پېښې یو شمیر ژوندي پاتې شوي قربانیان او د هغوی د کورنۍ غړي اوس په امریکا متحده ایالاتو کې دي ترڅو د رابرت بیلز پر ضد شاهدي ورکړي او د هغه محکمه له نزدې وڅاري. حاجي محمد وزیري چې د کندهار د عام وژنې په پېښه کې یې د خپلې کورنۍ یوولس تنه غړي له لاسه ورکړي دي د محکمې پر وړاندې ویلي وو: «کله چې انسان خپل یو ماشوم له لاسه ورکړي نو څومره درد لري. ما د یوولسو کسانو د مړینې درد ځغملی دی. تاسو فکر وکړئ چې پر ما باندې به څه تیر شوې وي. کله چې کور ته راغلم یوولس مړي راته پراته ول. زه به هیڅ کله هم هغوی هیر نه کړم.»
رابرت باییلز تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې د پېښې له قربانیانو څخه په رسمي ډول بخښنه غوښتې وه او په افغانستان کې د یې ۱۶ تنو ملکي وگړو وژنه یو «بزدلانه» عمل بللی وو. بیلز د محکمې پر وړاندې ویلي وو: «زه له ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومې بخښنه غواړم چې ما یې ورڅخه د کورنۍ غړي اخیستي دي. ما د هغوی د کورنۍ غړي وژلي دي.»
په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې بیلز ته د عمري بند سزا ورکول د کندهار د پېښې قربانیان بیرته نه «شي راوستلی». هغه په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو پر حکومت باندې غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.