بهاییان څوک دي؟
۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سهشنبههغه د یوازي نمایندگي کولو او مطلق کولو ادعأ ردوي او په اوس وخت کي د مذهبونو وظیفه دا بولي، چي سولي او تفاهم ته زمینه برابره کړي.
د دوی د عقیدې او تعلیماتو د پراخولو په نتیجه کي دغه مذهب تر ایران دباندي په منځني ختیځ کي هم خپور سو: د ۱۸۹۰مو عیسوي کلونو راوروسته هغه په اروپا او امریکا کي هم پراخ سو. دغه مذهب اوس په ټوله نړۍ کي تقریبأ شپږ ميلیونه پیروان لري. د بهايي مذهب د عقیدوي افکارو پراخولو مرکز(د عدالت عمومي مرکز) د اسرائیلو په حیفا کي دی.
په جرمني کي بهايي مذهب ۶۰۰۰ پیروان لري او په ۲۰۱۳م کال کي هغه د ایسن په ایالت کي د یوې رسمي مذهبي ټولني په توگه په رسمیت وپیژندل سو.
د هغوی په اصلي هیواد پارس (اوسني ایران) کي هغه تر ټولو لوی مذهبي اقلیت دی، خو له ۱۹۸۳م کال راهیسي هغه منع دی. د هغوی پیروان هلته تر تعقیب لاندي دي او په سیستماتیک ډول سرکوبه کیږي.
څنگه چي د اسلامي عقیدې پر اساس تر محمد(ص) وروسته بل پیغمبر نه سته او بهايي مذهب بیا ځان یو جلا مذهب بولي، دا نو د اسلامي لمړنیو افکارو سره په ټکر کي راځي. له بله طرفه د دوی دا مفکوره چي ټوله مذهبونه سره یو دي او يو پر بل باندي برتري نه سره لري، هم د اسلامي افکارو سره په ټکر کي راځي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 16.10.2016)