موټر او ترانسپورتاروپا
برلین: د اقلیم ساتني د فعالینو پرضد اقامه دعوه
۱۴۰۱ آذر ۴, جمعهاعلان
د براندنبورګ ایالت د پولیسو قومندانۍ خبر ورکړی دی چي د هغوی پر ضد په هوايي ترانسپورټ کي د خطرناکي مداخلې، قانون ماتولو او مالي تاوانونو پيښولو په دلیل اقامه دعوه سوې ده.
ویل کیږي چي د «اخري نسل» په نامه اقلیم ساتني ګروپ هوايي تراسپورت تقریباً دوه ساعته مختل کړی ؤ. ځینو یې دمیدان پر مځکه باندي ځانونه چسپ کړي او ځینو نور یې بیا پر بایسکلونو باندي دې او ها خواته تلل او میدان یې بند کړی ؤ.