بایدن غواړي ۱۵ میلیونه بیلره تیل آزاد کړي
۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو یوه حکومتي استازي په واشنګټن کي وویل چي بایدن به په خپله یوه وینا کي دا خبره واضح کړي چي د لوړو قیمتونو د جبران له پاره د نورو تیلو د آزادولو امکان هم موجود دی. دغه اعلان اوس لا د ویست تکزاس انترمیډت (WTI) د اومو تیلو په راکړه ورکړه کي د نرخونو د راټیتیدو سبب سوی دی.
د تیلو نور خرڅلاو له امکانه لیري نه بریښي
حکومتي استازي همدارنګه وویل چي بایدن علاوه پر دې د دغه هیواد د انرژۍ وزیر ته سپارښتنه کړې ده چي د اړتیا په صورت کي دي، په ژمي کي لا نور تیل له ملي زیرمو څخه وپلوري. په دې ډول نو به نو دا د روسیې او نورو لوبغاړو له خوا د تيلو په بازار کي رامنځته سوي ګډوډۍ ته غبرګون وي.
بایدن به په خپله وینا کي د تیلو له شرکتونو څخه غوښتنه وکړي چي د تیلو ټیټي بيي دي په مستیقم ډول مصرف کوونکو ته ورسوي. نوموړی حکومتي استازی زیاتوي، د هغه په خبره پرته له دې به نور هیڅ دلیل د منلو وړ نه وي.
د څارونکو له پاره دا خبره واضح ده چي د دغه اعلان ترشا چي له ستراتیژیکو زیرمو څخه دي نور تیل آزاد کړل سي، د انتخاباتي مبارزې تخنیکي ملاحظات هم پټ دي. د نوومبر پر اتمه د کانګرس د منځنۍ دورې پلان سوو ټاکنو ته په کتو سره بایدن غواړي د تیلو د لوړي بیې مخه ونیسي.
د تیلو زیرمي تر څلورولسیزو مخکي حالت په ډول کمي دي
په امریکا متحده ایالاتو کي د تیلو بیه په جون میاشت کي د تر ټولو لوړي بیې په پرتله ۲۲ سلنه راکښته سوې ده. په اوس وخت کي یې د تیرکال همدغه وخت په پرتله ۱۶ سلنه زیاته ده. د ۲۰۲۱م کال له سپتمبر مياشتي راهیسي د امریکا متحده ایالاتو څه د پاسه ۲۱۲ میلیونه بیلره تیل له خپلو ستراتیزیکو زیرمو څخه آزاد کړل. دغه زیرمه په اوس وخت کي له ۱۹۸۴م کال راهیسي تر ټولو ټیټه کچه لري.
بایډن: د اوپیک پریکړه به د سعودي عربستان لپاره پایلې ولري
دغه ۱۵میلیونه بیرل تیل چي اوس بازار ته وړاندي سي، د هغو ۱۸۰ میلیونو بیلرو تیلو وروستۍ برخه ده چي بایدن یې په مارچ کي د آزادیدو اعلان کړی وو. دا تر اوسه پوري د دغه هیواد له ملي زیرمو څخه د تیلو راايستلو تر ټولو لویه اندازه ده چي هیڅ ساری نه لري.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په دې ډول د تیلو د هغي بیې د چټک لوړوالي په وړاندي غبرګون وښود چي د اوکراین په وړاندي د روسیې د جګړې له امله رامنځته سوی دی.
GP/NZ/DW.Online