1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په ترکیه کي د مذهبي اقلیتونو پر ضد نفرت ته لمن وهل کیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د ترکیې د مذهبي اقلیتونو نمایندګانو د هغوی پر پیروانو باندي د تبعیضي حملو د ډیریدو څخه خبرداری ورکړی او د ارودوغان څخه یې د هغوی د ساتني غوښتنه کړې ده. په خبره یې د کرونا بحران پرهغوی باندي د فشار د ډیریدو پلمه ګرځیدلې.

https://p.dw.com/p/3cT9G
Türkei Synagoge Wiedereröffnung
انځور: Reuters/M. Sezer

د ترکیې د یهودي، کاتولیکي او ارمني کلیساوو د ټولنو مشرانو په استانبول کي د یوې ګډي اعلامیې په نشرولو سره د ترکیې د دولت څخه غوښتي دي، چي د دیني اقلیتونو د امنیت تأمینولو په خاطر ټوله لازم اقدامات تر سره کړي.

د مذهبي اقلیتونو دغه تشویش د هغو تبلیغاتو پر بنا متکي دی، کوم چي د «Gercek Hayat» يا «واقعي ژوند» په نامه  مجله کي دهیواد د مذهبي اقلیتونو پر ضد خپاره سوي دي. د ترکیې عیسویان او یهودان ددې څخه بیریږي، چي د کرونا ویروس له کبله رامنځته سوي اقتصادي بحران په سبب د افراطي ډلو د تعصبي حملو او تفرقې اچولو تر څپې لاندي رانسي.

پر یهودانو او عیسویانو باندي د تشدده ډکو حملو خطر

د Gercek Hayat په نوې چاپ سوې مجله کي د ترکیې پر یهودانو او عیسویانو باندي تور لګول سوی دی، چي د ۲۰۱۶ م کال د ګولن غورځنګ څخه یې ملاتړ کړی دی او د هغوی لخوا په ناکامه کودتأ کي يې لاس درلود.

د ترکیې جمهورریس رجب طیب اردوغان د ګولن غورځنګ پر رهبر فتح الله گولن باندې د دې ناکامې کودتا تور لگوي. تر ناکامي کودتا وروسته د ترکیې دولت د ګولن تر ۵۰۰۰۰ اضافه طرفدران بندیان کړی دي. په همدې دلیل یې تر ۱۵۰۰۰۰ اضافه نور کسان د کارو څخه هم برطرفه کړي دي.

دغه مجله ادعا کوي، چي د ګولن غورځنګ ۱۰۰ کلن تاریخ لري او په عیسویانو او یهودانو کي یې هم ریښه ځغلولې ده. داسی یوه ادعأ، چي د یهودانو او عیسویانو په خبره حقیقت نه لري.

ددغي فوق العاده مجلې په اوله صفحه کي د ترکیې د رابین، په استانبول کی د یونانۍ اورتودوکس کلیسا، د ارمني عیسوي کلیسا او نورو مذهبي اقلیتو د رهبرانو عکسونه چاپ سوي دي، د هغې جملې څخه د پاپ جان پال دوهم عکس هم، چي په ۱۹۸۱ م کال کي د یوه ترکي لخوا ټپي سوی ؤ.

د ترکیې د غیرمسمان اقلیتونو تشویش په دې کي دی، چي ددغه ډول نظریاتو نشریدل د هغوی پر پیروانو باندي د حملو د ډیریدو سبب ګرځیدلای سي. د هغوی په خبره د هغوی »د مذهبي اقلیتو بیره حقیقت لري، ځکه چي دغه مجله، حاکم حکومتي حزب (اسلامي عدالت او توسعه) ته نژدې د ایدیالوژیکي انتشاراتو لخوا نشر سوې ده.

د Gercek Hayat مجله د ترکیې د رهبرانو سره نژدې ارتباطات لري او د رسنیز ګروپ، برات البیرق لخوا چاپیږي، کوم چي مشري یې د ترکیې د مالیې د وزیر او اردوغان د زوم پرغاړه ده.

د کرونا د شیوع پر وخت د اقتصادي بحران تشدیدل

د کرونا ویروس شیوع او په هغه باندي د ډیرو کسانو اخته کیدو او مړينې په دغه هیواد کي د ځانه سره سخت اقتصادي مشکلات هم رامنځته کړی دي. په دغسي شرایطو کي د مذهبي اقلیتونو پر ضد تبلیغات بیا ډیر د توجه وړ ګرځیدلي دي. د دغي مجلې د چاپ سره تقریبأ پرعین وخت باندي په استانبول کي پر یوې ارمني کلیسا باندي حمله تر سره ،کومه چي په کلیسا کي دننه د اور سبب سوه. ویل کیږي، چي دغه حمله د یوه رواني مریض لخوا تر سره سوې ده. دغه تن پولیسو ته د خپل دې عمل انگیزه داسې بيان کړې ده: «کرونا ددغه ځای څخه ترکیې ته را داخله سوې ده.» په استانبول کي نوري کلیساوي هم د تهدیدونو سره مخامخ سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: