«اوسنۍ کښتۍ هم تر ټایټانيک مسؤنه نه دي»
۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبهد ټایټانيک کښتۍ نه يوازي د خپل وخت مشهوره او ستره کښتۍ وه، بلکه د خپل وخت تر ټولو ستره او مس،نه کښتۍ هم بلل کېده. د دغې کښتۍ د غرقیدو له کبله پوره سل کاله تر مخه څه باندي ۱۵۰۰ انسانان ووژل سول. یو شمېر کارپوهان وايي چي نن هم مسافر وړونکي کښتۍ په بشپړه توگه بې خطره نه دي.
د کښتيو يا اوگوټونو ډوبېدنه تقريبا همېشه د درو مشهورو لاملونو څخه يو لامل لري. د ډوبېدنې لومړی مهم لامل د يوه شي سره ټکر دئ، لکه ټایټانيک چي د کنگل له غره سره ټکر سوه. د ټکر له کبله د کښتۍ دننه برخو ته اوبه ننوزي او هم هغه ډوبيږي. دويم مهم لامل په کښتۍ کي د اور لگیدنه او يا هم چاودنه ده. درېيم مهم لامل د اوبو ستري څپې او طوفانونه هم بلل کيږي.
د يادو سوو درو واړو لاملونو پر وخت مهمه قاعده دا ده، چي کښتۍ بايد داسي جوړه سوې وي چي پکښي بيلي څانگي موجودي وي. که يوه څانگه د اوبو ډکه سي نو بايد د کښتۍ نوري برخي او څانگي له دې څخه اغېزمني نه سي. د المان په روسټوک پوهنتون کي د کښتۍ جوړونې استاد پېټر برونسارټ په دې هکله وايي:
« که کښتۍ په يوه ځای کي زخمي سي نو بايد د اوبو ورننوتل تر همدغې برخي پوري محدوده پاته سي. د دې لپاره مهمه دا ده چي د کښتۍ جوړښت بايد داسي وي چي کښتۍ پر عمودي او اُفقي بیلا بيلو برخو وېشل سوي وي. د دې تر څنگ بايد کښتۍ پر بر او اوږدوالي کې هم په بيلو برخو وېشل سوې وي. د دې له پاره اړينه خبره دا هم ده چي د کښتۍ دېوالونه بايد غبرگ وي.»
د کښتۍ د بيلو برخو تر منځ دروازې او لاري هم وي. خو دغه دروازې په اضطراري حالت کي بندي ساتل کېدلای سي، چي د هغه وروسته د يوې برخي څخه بلي برخي ته اوبه نه اوړي. په ټایټانيک کي پنځلس بېلي برخي وې چي د ټکر له امله ئې مخکنيو پنځو برخو ته اوبه ننوتلې. دا چي د ټایټانيک د بيلو برخو تر منځ دېوالونه په کافي اندازه لوړ نه ول نو د زيانمنو سوو برخو څخه نورو برخو ته هم اوبه ننوتلې. پروفېسر برونسارټ وايي چي د اوبو څخه د ساتنې تر څنگ د ممکنه اور لگېدنې په صورت کي هم دغه تقسيم حياتي اهميت لري:
« کله چي يوه کښتۍ جوړيږي نو هغه د اورلگېدنې څخه د ژغور له پار پر بيلو ځانگړو اور ضد برخو وېشل کيږي. دا د دې له پاره چي که د کښتۍ په يوه برخه کي اور ولگيږي نو دغه اور نورو برخو ته ونه رسيږي. د اور لگېدنې په صورت کي اغېزمني برخي د ځانگړو اور ضد دروازو او لارو په مرسته بندي ساتل کيږي. پدې توگه د کښتۍ څخه د مسافرو د منظمه ايستنې لاره هم آسانه کيږي.»
د سوېډن د گيوټه بېرگ پوهنتون استاد اوله روټگرسن وايي چي ننۍ کښتۍ هم هغسي مسؤنه نه دي لکه چي بايد وای. نوموړی وايي:
« زما په فکر ننۍ مسافر وړونکي کښتۍ د جوړښت له مخي د ټایټانيک په پرتله کلکي نه دي. په ټايټانيک کي لويه غلطي دا وه چي منځني دېوالونه په کافي اندازه جگ نه ول او له دې کبله د يوې برخي څخه نورو برخو ته اوبه واوښتې. که ټایټانيک د ننۍ کښتيو په څېر جگ دنني دېوالونه درلودلی نو ښايي ډوبه سوې نه وای.»
د خطر په وخت کي د کښتۍ مشر د هغې کپتان وي. د نړۍ وال قانون له مخي د خطر پر وخت د هرې پرېکړي واک د کپتان وي. خو دا چي کپتان د خطر پر وخت په خپله پرېکړه کي اساني ولري په ننۍ کښتيو کي زيات مرستندويه اليکترونيکي آلات هم نسبيږي. دغه آلات د کپتان سره مرسته کوي چي هغه اټکل وکړي چي د يوې ستونزي له کبله بله کومه ستونزه رامنځ ته کېدلای سي.
پروفېسر برونسارټ وايي چي په اوسني وخت کي چي کښتۍ د ستونزو سره مخامخ کيږي نو په سلو کي ۸۰ سلنه لاملونه ئې انساني خطا وي. د نوموړي په وينا خو بيا هم د سترو کښتيو په جوړښت کي د پيسو د سپما په خاطر هغه مواد نه کاريږي لکه چي کارپوهان يې وړانديز کوي.
د ټولو ستونزو برسېره اوس هم د کښتۍ سفر د نورو لارو تر سفر ډېر مسؤنه بلل کيږي او د احصاييو له مخي په کښتيو کي د سپرلي د نورو ټولو وسايلو په پرتله تر ټولو لږې پیښې رامنځ ته کيږي. د دې يوه وجه همدا ده چي اوس اليکترونيکي الات د لاري په موندلو او د خطر څخه وخت تر مخه په خبرولو سره ډېره زياته مرسته کوي.
شميټډ فابيان / احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض