انځورونه: په کابل کې د چاپیریال ساتنې له پاره نندارتون
د رنګین کمان په نوم موسسه هڅه کوي په کابل کې د نندارتون له په لاره اچولو سره د چاپیریال ساتنې له پاره کار وکړي. افغان انځورګرو د کابل په یوې سیمې کې خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړې دي.
نندارې ته وړاندې شویو یو شمیر انځورونو د کابل ښایسته څیره ښووله.
د دې نندارتون هدف د چاپیریال ساتنې ته د خلکو د پام اړول وو.
دغه نندارتون د پنجشنبې په ورځ د کابل په دارالامان واټ کې په لاره واچول شو.
د نندارتون یو شمیر انځورونو د کابل خراب وضعیت اځور کړی وو.
د نندارتون یو هدف دا وو چې خلکو ته دا پیغام ورسوي چې په ډیر کم لګښت او لږو امکاناتو کولای شي چې د چاپیریال ساتنه وشي.
د رنګین کمان موسسې د اوبو له څو پلاستیکي بوتلونو څخه چې د چاپیریال د خرابولو یو لوی لامل بلل کیږي ګلدانونه چوړ کړي وو.
په کابل کې د چاپیریال ساتنې پر وړاندې یوه لویه ستونزه له پلاستیکي خلطو او بوتلونو څخه ډیره استفاده ده.
د افغانستان د پلازمینې هوا په اوړې کې له دود ډکه وي.
د نندارې لیدونکي په دې اند دي چې یوازې دولت د چاپیریال ساتنې مسوولیت نه لري او عام وګړي هم باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.