انځورونه: په اروپا کې بې سارې تودوخه
په اروپا کې په سارې توګه هوا توده شوې ده. ساینس پوهان وايي چې دا د اقلیم د بدلیدو پایله ده. په ځینو اروپايي ښارونو کې د تودوخې درجه آن ۴۰ ته رسیدلې ده.
په آلمان کې د جولای په میاشت کې د تودوخې درجه له ۴۰ پورته وه. آلمانیان چې له دغه شان تودوخې سره عادت نه لري په دې میاشت کې ډیر وخت په لامبو بوخت وو.
په نورو اروپايي هیوادونو کې هم وضعیت آلمان ته ورته دی. په دغه انځور کې ایټالیاویان د هوا د تودوخې له کبله د پکې کارولو ته اړ شوي دي.
تودوخې هم اروپایان له سرګرمې پرې نه ښودل. په سویس کې چې د هواد درجه ۳۵ وه، خلکو یو پر بل باندې اوبه واچولې.
دا د هغو کسانو له پاره چې غواړي ساحل ته ولاړ شي او ځان آرامه کړي، تر ټولو ښه وخت دی. په دې انځور کې خلک په پولند کې د یوه ساحل تر څنګ ښوول شوي دي.
په آلمان کې ډیر خلک په تودې هوا خپل وخت په پرانیستو رستورانتونو کې تیروي.
توده هوا کولای شي چې حیواناتو ته هم زیان ورسوي. د آلمان د حیواناتو د ساتنې انجمن ویلي دي چې د کورنیو حیواناتو خاوندان باید ځان ډاډه کړي چې د هغوی حیوانات په دې هوا کې کافي ابو او سیورې ته لاسرسی لري.
هغه سیلانیان چې اروپا ته راغلي دي له هوا څخه خوند اخلي. په هسپانیا کې له اکوادور څخه راغلی ۶۵ کلن سیلانی وایي چې هغه ښه وخت تیروي.
ساینس پوهان وایي چې دغه د تودوخې دغه څپه د اقلیم د بدلیدو پایله ده.