انځورونه: له سکډ توغندي تر د اتومي وسلو آزموينو پورې
شمالي کوريا د څو کلونو راهیسې خپلو پوځي تجهيزاتو ته پراختيا ورکوي. دغه هيواد خپله شپږمه اتومي آزموينه هم ترسره کړه. پيونګيانګ وايي داسې توغندي يې جوړ کړی چې هايدروجني سرګلولي له ځانه سره لیږدوی شي.
۱۹۷۰ لسيزه
شمالي کوريا د پخواني شوروي اتحاد د «سکد-بي» توغندي جوړ کړل چې نژدې ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي.
۱۹۸۰ لسيزه
شمالي کوريا په ۱۹۸۴ کې د يوې توغنديزې آزموينې د ترسره کولو وروسته پرمختک وکړ. تر هغې وروسته پيونګيانګ د «تايپودونګ-۲» راکټونو خاوند شو، چې څو زره کليومتره واټن وهلی شي.
د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ پورې وقفه
شمالي کوريا د ۱۹۹۹ کال په سپتمبر کې د امريکا متحده ایالتونو سره د اړیکو د ښو کيدو په نيت، خپلې د توغنديزې آزموينې ودرولې. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ځکه شمالي کوريا د توغنديو د نه صادرولو په بدل کې د کال يو مليارډ ډالر غوښتل. دغه هيواد په ۲۰۰۵ کال کې د خپلو وسلو د انکشاف وقفه پاي ته ورسوله.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر مياشتې ۹مه
پيونګیانګ په دغه وخت کې د ځمکې لاندې لمړني اتومي بم آزموينې وکړه.
د ۲۰۰۹ کال د اپريل ۵مه
شمالي کوريا يو توغندی و توغاوه چې د جاپان له سره تير او په آرام اوقيانوس سمندر کې ولويد. پيونګيانګ ویلي وو چې دغه آزموينه يې فضا ته د يوې سپوژمکۍ د استولو په مقصد تر سره کړې ده. امريکا متحده ایالتونو، سويلي افريقا او جاپان بيا برعکس د «تايپودونګ - ۲» توغندي د يوې پټې آزموينې خبرې وکړې. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې شمالي کوريا يوه سپوژمکۍ فضا ته واستوله.
د ۲۰۰۹ کال د می مياشتې ۲۵ مه
شمالي کوريا د يو بل اتومي بم آزموينه وکړه چې تر مخکيني بم څخه يې ځواک څو برابره زيات وو.
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۶مه
شمالي کوريا د خپلې شپږمې اتومې آزموينې خبر ورکړ او ادعا يې وکړه چې دا يو هايدروجني بم دی. دا ډول هستوي چاودنې د ډیر زيات ويجاړونکي ځواک درلودونکې وي. خو دا چې هغه دې په رښتیا هم يو هايدروجني بم وي، ډیری کارپوهان يې په اړه شک لري.
د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۲ مه
پيوينګيانګ لخوا د خپل دريم اتومي بم آزموينه تر سره شوه.
د ۲۰۱۶ کال پسرلي او دوبی
دا ځل شمالي کوريا خپل توغندي له يو اوب تل څخه وتوغول. تر هغې وروسته د ۲۰۱۶ کال د جولاي مياشتې په ۸ مه د امريکا متحده ایالتونو او سويلي کوريا اعلان وکړ چې په سويلي کوريا کې د «تاد» په نوم خپل د توغنديو دفاعي سيستم فعالوي.
د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۹ مه
شمالي کوريا خپل پنځم اتومي بم وچاوه. تر هغه وخته د دغه بم چاودنې ساری نه لرود.
د ۲۰۱۷ د مارچ ۶مه
شمالی کوريا په خپلو پوځي تمريناتو کې، په جاپان کې د امريکا متحده ايالتونو پر يوې پوځې اډې حملې ته ورته اقدام وکړ. دغه توغندي سمندر کې ولګيدل. تر هغې يوه ورځ وروسته امريکا په سئول کې خپل د توغنديو «تاد» دفاعي سيستم چې هغه وخت يې غير فعال کړی وو بيرته فعال کړ.
د ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې ۱۵مه
سويلي کوريا د شمالي کوريا د يوې ناکامې توغنديزې آزموينې څخه خبر ورکړ. واشنګتن هم دغه ناکامه آزموينه تائيد کړه. ويل شوي وو چې دغه توغندی له توغولو لږ وروسته وچاوديد.
د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۸مه
شمالي کوريا د پلازمينې شمال ته نژدې له يوې سيمې څخه د يوه توغندي په توغولو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پريکړه ليک له اصولو سرغړونه وکړه. دغه توغندی هم تر توغولو څو ثانيې وروسته وچاوديد.
د ۲۰۱۷ کال د می ۱۴ مه
شمالي کوريا د « هواسونګ - ۱۲» په نوم توغندي په توغولو اعلان وکړ چې دا تر ټولو پرمخ تللې وسله ده چې کولای شي لويې اتومې سرګلولې له ځانه سره وليږدوي.
د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې ۲۱مه
د شمالي کوريا هيواد کمونیستي رهبرۍ يو ځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي آزموينه ترسره کړه. دغه توغندی د نژدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د جاپان سمندرګي کې وغورځيد.
د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۴مه
شمالي کوريا د امريکا متحده ايالتونو د آزادۍ په ورځ يو بل توغندی وآزمایه. پيونګيانګ د لمړي ځل له پاره د «هواسونګ - ۱۴» قاره وهونکي توغندي څخه يادونه وکړه. کارپوهان په دې باور دي چې دغه توغندی کولای شي ۶۷۰۰ کيلومتر واټن ووهي او د امريکا تر قلمروه ځان ورسوي.
د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۲۸مه
امريکا متحده ايالتونو له خوا د تعزيراتو تر وضع کولو وروسته، شمالي کوريا د دويم ځل لپاره يو لرې واټن ويشتونکی توغندی وآزمايه. د دغه هيواد مشر، کيم جونګ اون په وياړ سره ادعا وکړه چې دغه توغندی کولای شي د امريکا ټولې خاوري ته ورسيږي. د دې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالتونو د اګست په ۲مه د «مينیتمن ۳» توغندي وتوغاوه. دغه توغندی د ۶۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د آرام اوقيانوس په سويل کې ولويد.
د ۲۰۱۷ کال د اګست ۲۶مه
شمالي کوريا چې تر دې مخکې يې د ولسمشر دونالد ترامپ د ګواښونو په غبرګون کې ويلي وو چې په آرام اوقيانوس سمندر کې به امريکا پورې اړوند د ګوام ټاپو وولي، درې د منځني واټن ويشتونکي توغندي وتوغول. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ پر وينا، دغه توغندي د شمالي کوريا په ختيځو اوبو کې ولويدل او ګوام ټاپو ته يې هيڅ ډول زيان ندي اړولي.
د ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې ۲۹مه
د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان له سره تير شو. د سئول په خبره چې دغه توغندی د ۵۵۰ کيلومتره په ارتفاع کې ۲۷۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی.
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۳مه
شمالی کوريا د شپږم ځل لپاره د يوه اتومي بم آزموينه وکړه. د دغه بم ځواک د ټولو هغو بمونو څخه څو برابره زيات ښودل شوی دی، کوم چې دغه هيواد تر اوسه آزمويلي دي. خپله پيونګ يانګ هم منلې چې د يوه هايدروجني بم کاميابه آزموينه يې ترسره کړې ده.