انځورونه: قاسم سلیماني څوک وو؟
د ايران د سپاه قدس قوماندان، قاسم سلیماني د جمعې په ورځ (د جنوري ۳مه) د بغداد هوايي ډګر ته نژدې ووژل شو. د ايران رهبر، سلیماني ته د هغه تر وژنې مخکې، د هغه د فعاليتونو د ستايلو له پاره د «ژوندي شهيد» لقب ورکړی وو.
د ایران رهبر علی خامنه اي، د قاسم سلیماني تر وژنې مخکې د هغه د فعاليتونو ستاينه کړې او د «ژوندي شهيد» لقب يې ورکړی وو او تر وژنې وروسته يې هغه ته د «سپهبدي» درجې ته ترفيع ورکړه. قاسم سلیماني د ايران د «سپاه قدس» مشر وو چې د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې په ۳مه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې ووژل شو.
قاسم سلیمانی در سالهای اخیر لقبهای دیگری نیز داشت. "فرمانده مرموز"، "ژنرال حاج قاسم"، "د دښمن ويره"، "ژنرال بینالمللی" و "فرمانده سایه" تنها چند نمونه از این القاب است. قاسم سليماني په وروستيو کلونو کې نور لقبونه هم لرل. «مرموز قوماندان»، «جنرال حاج قاسم»، «د دښمن ويره»، «نړيوال جنرال»، او د «سيوري قوماندان» د هغه د لقبونو يو څو بيلګي دي.
قاسم سلیماني د ۱۹۵۷ کال د مارچ په ۱۱ مه په کرمان کې زيږيدلی وو.
قاسم سلیماني د ۱۹۵۷ کال د مارچ په ۱۱ مه په کرمان کې زيږيدلی وو. نوموړي وروسته له هغې نړيوال شهرت وموند چې د ايران رول په عراق او بيا په سوريې او د منځني ختيځ په نورو هيوادونو کې د سپاه قدس ځواکونو په حضور سره د بهرنيو مطبوعاتو له پاره مطرح شو.
«ملي اتل»
د قاسم سلیماني پلويانو هغه په «ملي اتل» ياداوه. هغه د دې له پاره چې سليماني له ايران څخه د دفاع پر جبهه باندې قومانداني، د ايران له سرحدونو څخه بهر کوله څو ايران په امن او آرامتيا کې وي. خو د هغه مخالفانو بیا دی په سيمه کې د ډيرو بې ثباتيو مسئول ګاڼه چې د سيمې امنيت يې په خطر کې اچولی دی.
د افغانستان جګړه
قاسم سليماني په عراق کې د داعش پر ضد جګړې پر مهال په علني ډول راڅرګنديده، تر هغه مخکې يې په عامه ځايونو کې له راڅرګنديدو څخه ډډه کوله. سلیماني د يونان د حزب الله د پوځي توان په لوړولو، د افغانستان جګړې، د صدام حسين تر پرځيدو وروسته د عراق په سياسي فضا، د سورېې داخلي جګړې بهير ته د بدلون ورکولو او په عراق کې د داعش پر ضد جګړه کې مهم رولونه او اغيز درلود.
مهمې دندې
قاسم سلیماني د ځوانۍ په لومړيو کلونو کې د کرمان د اوبو په اداره کې کار کاوه. د ۱۳۵۷ لمريز کال اسلامي انقلاب وروسته د ایران د سپاه پاسداران سازمان غړی شو. په ۱۳۶۷ لمريز کال کې کله چې د ايران او عراق تر منځ جګړه پاي ته ورسيده د ثارالله لشکر مشري ېې په غاړه واخیسته او تر هغه وخته چې د سپاه قدس قوماندان شو په دغې دنده کې پاتې شو.
مطبوعاتي لقبونه
نيويارک ټايمز هغه د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر مياشت کې د يو داسې دښمن په توګه چې«هم ورڅخه نفرت کيږي او هم ستايل کيږي» توصيف کړي وو. د وايرد مجلې هغه د نړۍ د «تر ټولو خطرناکو افرادو» په ډله کې راوستلی وو. د فرانسې خبري آژانس بيا سليماني د يو «مرموزې څيرې» په توګه ياد کړی وو.
د ترمپ په امر حمله
قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې په ۳مه نيټه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امريکا جنګي الوتکو په بريد کې ووژل شو. په دغې حمله کې د عراق د ايران پلوه مليشه يې ډلې حشد الشعبي مشر ابو مهدي مهندس هم ووژل شو. د امريکا دفاع وزارت د هغه د سليماني د وژل کيدو له خبر وروسته، سمدلاسه وويل چې پر سليماني د هوايي حملې امر د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا ورکړل شوی وو.
د ترمپ ګواښ
د سليماني تر وژل کيدو درې ورځې مخکې په عراق کې د ايران پلوه مليشو پلويانو، په بغداد کې د امريکا متحده ايالاتو پر سفارت مخې ته اعتراضونه وکړل او د سفارت پر ودانې حملې ترسره کړې. دونالد ترمپ هغه وخت ويلي وو چې پر سفارت باندې د حملې بيه به د ايران له پاره ډيره درنه تمامه شي. ترمپ ويلي وو دا یو «خبرداری نه دی» يو «ګواښ دی.»
د قاسم سليماني هشتک
د قاسم سليماني تر وژل کيدو وروسته په عراق کې د قاسم سلیماني هشتک د نړۍ په سطحه تر ټولو ډير ليدونکي هشتک باندې اوښتی دی. په فارسي ژبه هشتک يې بيا د نړۍ په کچه پنځم هشتک ګرځيدلی. په ايران کې ډيرو مطرح سياسي او اجتماعي څيرو د سلیماني انځورونه خپاره کړې او ورسره يې د هغه په اړه خپل نظرونه او خاطرې ليکلي دي. د سليماني وژل کيدل دنيا حيرانه کړې او پر عواقبو يې فکر کوي.