انځورونه: د موسیقي له لارې د سولې نغمې
د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت د روان کال په ژمي کې د موسیقي نړیوال فیستیوال جوړوي. دغه انستیتیوت په همدې وروستیو ورځو کې تجهیز شوی دی.
د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت د معارف وزارت د مسلکي او تخنیکي زده کړو معنیت په چوکاټ کې کار کوي. د دغه انستیتیوت له پاره په وروستیو وختونو کې یو په نسبي ډول معیاري ودانۍ هم جوړه شوې ده. خو چارواکي وايي چې اوس هم د امکاناتو له کمښت سره مخامخ دي.
دغه دوه پوړییزه دوانۍ ۲۰ خونې لري او د ۱۱۳ زره ډالرو په لگښت د بریتانیا د فرهنگي شورا او دنمارک سفارت له خوا جوړه شوې ده. اوس نو د موسیقي زده کوونکي په نسبي ډول ښه ځای کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د افغانستان د موسیقي د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست، د نوې ودانۍ د جوړیدو هرکلی کوي او زیاتوي چې اوس هم یوه استیدیو او د کنسرتونو تالار د جوړیدو په حال کې دي.
د دغه انستیتیوت په نوې ودانۍ کې د عملي کار له پاره ۱۲ ټولگي، د موسیقي د آلاتو د ترمیمولو یوه خونه او د موسیقي د آلاتو د ترمیم په برخه کې د روزنې یو ټولگی موجود دی.
د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی دی. په پیل کې دغه انستیتیوت د معارف وزارت په چوکاټ کې یوازې د موسیقې د لیسې بڼه لرله.
اوس مهال په دغه انستیتیوت کې له ۱۷۰ تنو څخه ډیر زده کوونکي د موسیقي په برخه کې زده کړې کوي. د دغو زده کوونکو په ډله کې ۵۰ تنه نجونې هم شاملې دي.
د موسیقي په انستیتیوت کې د بیلابیلو عمرونو او د ټولنې له بیلابیلو برخو څخه زده کوونکي موجود دي.
د موسیقي انستیتیوت ته د ځینو نحونو راتگ اوس هم له ستونزو سره مل دی. په ځینو مواردو کې کورنۍ نه غواړي چې ښځینه غړې یې موسیقي زده کړي.
د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت په وروستیو وختونو کې د بریتانیا د «فیالهارمونیک» انجمن غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د موسیفي ملي انستیتیوت مشر وايي چې د روان کال په ژمي کې به د موسیقي فیستیوال په لاره واچول شي. پلان شوې ده چې په دې فیستیول کې به د د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه ۲۰ موسیقي پیژندونکي افغانستان ته راشي.