د سوريې پوځ په ادليب کې څلور ترکي عسکر وژلي
۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبهپه انقره کې د حکومت د معلوماتو له مخې، د سوريې پوځ په داسې حال کې چې د شمال لويديځ ایالت ادليب پر لور یې پرمختگ کاوه، څلور ترکي عسکر وژلي دی. د ترکیې دفاع وزارت له خوا زياته شوې چې نهه نور عسکر ټپيان شوي هم دي چې د يو تن حالت نازک دې. زياته شوې چې د سوريې د جمهوررئيس بشر الاسد عسکرو په داسې حال کې بريد کړی چې د مخه ورته د ترکي سربازانو د مرکزونو په اړه معلومات ورکړل شوې وو.
د ترکيې دغه وزارت له خوا زياته شوې چې پوځ یې دغه بريد ته ځواب ويلې دې. د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په خبره تر اوسه پورې ۳۵ سوريايې عسکر وژل شوي او پوځي عمليات لا هم دوام لري. د سوريې اپوزيسون ته نږدي د بشري حقونو څارونکو د شپږو کسانو د وژل کيدو او شلو کسانو د ټپې کيدو خبره کړي.
د اسد پوځونه د روسي د هوايي قواو په ملاتړ سره د پرمختګ په حال کي دي او تر اوسه يې مهم ځايونه نيولي دي چې پکې مهم ښار معره النعمان هم شامل دی. له سوريې څخه په زرونو کسان د تيښتې په حال کې دي، چې تر اوسه ترکيې ۳،۶ ميلونه سوريايي مهاجر منلي دي او په سویل کي د لا نورو سوريايي پناه غوښتونکو له راتګ څخه ويره لري.
د ترکیې د دفاع وزارت د ترکي عسکرو پر مرکزونو د بريدونو څخه خبرداری ورکړی. ترکیې په سيمه کې دولس د څار پوستې جوړې کړي دي. دغه هېواد د سوریې په کړکيچ کې له ياغیانو څخه ملاتړ کوي. په اصل کې په سيمه کې اوربند نافذ دی خو د سوریې حکومت او سوریې د اوربند د مخکنيو تړونونو او د پوځي عملياتو پر وخت پر دې ټینگار کړی چې د ياغيانو پر ضد چې د دمشق حکومت یې »ترهگر« بولي خپلو عملیات ته دوام ورکوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان همدا د جمعې په ورځ گواښ وکړ چې که وضعه ښه نه شي نو د سوریې په شمال لويديځ کې به پوځي عمليات ترسره کړي.