اندونیزیا: په کلیسا کي جنسي سؤاستفاده او د یوې مسلماني قتل
۱۳۹۹ خرداد ۳۰, جمعهدغه خبر پرون پنجشنبه(د جون میاشتي ۱۸مه)د اسیا خبري آژانس یوکانیوز ورکړی دی. د پایتخت جاکارتا په جنوب کي پروت ښار بوګور کي پولیسو د یوې کلیسا یو کارکونکی بندي کړ، پر کوم باندي چي د ۱۱ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنیو پوري د ۲۰ تنکي ځوانانو د جنسي سؤاستفاده تور لګیدلی دی. دا هغه ځوانان وي، چي د پاپ یا اسقف څنګ ته روان وي او هغه د دیني مراسيمو پر وخت بدرګه کوي.
یوه بله قضیه چي د اندونیزیا عدلي مقامات یې باید د یوکانیوز د رپوټ مطابق وڅیړي، هغه د یوې ۱۶ کلني مسلماني نجلۍ قضیه ده. ویل کیږي چي دا د خپل ټول فامیل په مخکي له یوه خپل سره د نامشروع جنسي ارتباط په تور د خپلو دوو وروڼو له خوا په قتل رسیدلې ده.
دغه قضیه د اندونیزیا د عدلي مقاماتو له پاره یو فوق العاده چلنج دی، ځکه ویل کیږي، چي هغه د محافظه کاره اسلام د مخ پر ډیریدونکي تأثیر لاندي ده. څو کاله دمخه لا اندونیزیا ته چي د نړۍ ډیر مسلمانان پکښي ژوند کوي، د یوه عصري او زغم منونکي اسلامي هیواد په سترګه کتل کیده.
دغه ډول په اصطلاح ناموسي قتلونه د دغه هیواد په کلتور کي نااشنا ول. خو له څه وخت راهیسی پر دغه هیواد باندي د محافظه کاره جریانونو تأثیر ډیر سوی دی.