انجلینا جولي افغان کډوالو سره مرسته کوي
۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبهد ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې چارواکو د رویترز خبري اژانس ته ویلې دي چې وروسته له دې به انجلینا جولي د افغان کډوالو په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي استازي وي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پوري دغې لوبغاړې په خپله د دې خبرې پخلې نه دی کړی. جولې د لسو کلونو څڅه را په دیخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د حسن نیت سفیره پاتې شوي ده.
هغې په جینیوا کې راپورترانو ته وویل:
«مونږ د نړۍ څو هیوادونه په پام کې لرو. پر دې مسلې به د راتلونکو اونیو په ترڅ خبر وشی ځکه مونږ غواړو د څیړنو وروسته ښه کار وکړو.»
ملګرو ملتونو کې د کډوالو د چارو کمیشنر، انتونیو ګویتریس، ویلې چې انجیلینا جولي به د هغه خاصه استازې وي ترڅو نړیوالې مرستي راټولی کړي.
د UNHCR چارواکو د رویترز خبرې اژانس ته ویلي دي چې د انجیلینا جولي نوي کارو کې به د افغانستان، پاکستان او ایران له حکومتونو سره کار کول هم شامل وي. هغه به له دغو حکومتونو سره د افغان کډوالو په برخه کې کار وکړي.
د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په حواله په ایران او پاکستان کې څه نا څه 2.7 میلیونه افغان کډوال میشت دي چې د بیلابیلو دلایلو له کبله د خپل هیواد پریښودلو ته اړ شوي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل