امنيت شورا پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول
۱۳۹۶ مرداد ۱۵, یکشنبهله شمالي کوريا سره په اتومي لانجه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ورباندې تر اوسه تر ټولو سخت بنديزونه لګولي دي څو د دغه کمونيستي هېواد په وړاندې په اقتصادي لحاظ لا زيات فشار وارد شي.
د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم ارګان د رايو په اتفاق سره داسې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د سکرو، اوسپنې، سربو، کبانو او ځينو نورو سمندري خوړو په شمول په مهمو صادراتي توکو باندې بنديز لګوي. په ملګرو ملتونو کې د لويې بريتانيې سفير، ماتيو رايکرافت، وويل چې د دغه په نړيواله کچه منزوي شوي هېواد صادراتي عايدات به په دې ترتيب يو مليارد ډالر يعنې لږ تر لږه دريمه برخه راکښته شي.
علاوه پر دې د شمالي کوريا د نهو داسې اتباعو پر تګ راتګ او سفرونو باندې بنديز عملي کيږي چې په بانکي او نظامي تجارتونو کې ونډه لري. د هغوی شتمني او سربېره پر دې د څلورو شرکتونو شتمنۍ کنګليږي. د دغو شرکتونو په ډله کې دوه بانکونه او يو د بيمې شرکت هم راځي. د هغسې کارګرانو شمېر هم چې کمونيستي مشرتابه يې خارج ته د لېږلو اجازه لري، محدوديږي. د متحده آيالاتو اصلي هغه غوښتنه چې شمالي کوريا ته به د نفتو واردات هم راکم کړي، عملي شوې نه ده.
د شمالي کوريا له خوا د توغنديو وروستۍ ازموينې د بنديزونو په لس صفحې لرونکي سند کې په کلکه غندل شوي او د موجوده پرېکړه ليکونو څخه «له تشدده ډکه او سپين سترګې سرغړونه» بلل شوې ده.
اتم پر له پسې پرېکړه ليک
په ملګرو ملتونو کې د متحده آيالاتو د سفيرې، نيکي هېلي، په خبره شمالي کوريا د وضع شوو نويو تدابيرو له لاسه سخته ځپل کيږي. د ۲۰۰۶ کال راهيسي د شمالي کوريا پر ضد دا ۸ پرله پسې پرېکړه ليک دی، چي د امنيت شورا يې تصويبوي. هېلي د امنيت شورا په ناسته کې وويل چې «دا د يو نسل راهيسې د کوم هېواد په وړاندې د بنديزونو تر ټولو سخته لړۍ ده».
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):