امریکایي پوځ: د شمالي کوریا رهبر کیم خپل هیواد رهبري کوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبهد امریکا د لوی درستیز مرستیال جان هایټن په خبره امریکایي پوځ په دې باور دی چې د شمالي کوریا رهبر کیم جون اُن د هغه د خراب روغتیايي وضعیت په اړه رپوتونو د خپریدو سربیره هم خپل هیواد رهبري کوي: «زه ګمان کوم چې کیم جونګ تر اوسه پورې د کوریا پر اتومي وسلو او ځواکونو بشپړ کنترول لري.»
هغه زیاته کړه چې د نورو سناریوګانو په اړه د فکر کولو په خاطر هیڅ دلیل شتون نه لري. هایټن خبریالانو ته وویل چې داسې استختباراتي معلومات په اختیار کې نه لري چې د کیم جونګ اُن جدي روغتیايي حالت تائيد یا هم رد کړي.
دغو اوازو او ګونګوسو وروسته له هغې زور واخیست کله چې دغه ۳۶ کلن ځوان تر یوې اونۍ د ډیر وخت له پاره په هغو تبلیغاتي پروګرامونو کې را ښکاره نه شو چې د دغه منزوي شوي کمونیستي هیواد د دولتي رسنیو له لارې په بهرنیو هیوادونو کې هم خپریږي.
کیم د خپل هیواد له مهمو رخصتیو څخه تیریږي
هغه حتی د اپریل میاشتې په ۱۵ نیټه د خپل نیکه کیم ایل سونګ، د زوکړې په مناسبت جوړیدونکو مراسمو کې چې هر کال د شمالي کوریا په رسنیو کې ورته پراخ پوښښ ورکول کیږي هم را څرګند نه شو. د دغه هیواد د بنسټ ايښودونکي د زیږیدو ورځ لمانځنه د دغه هیواد په دولتي جنترۍ کې مهمه ورځ بلل کیږي. د کرونا ویروس د وبا له امله دغه مراسم هم په ډیر کوچني چوکاټ کې ترسره شول.
د کیم د خراب روغتیایي وضعیت په اړه ګونګوسې وروسته تر هغې لا زیات تقویه شوې کله چې د دوشنبې په ورځ د Daily NK انټرنټ پاڼې چې مقر یې په سئول کې دی او د شمالي کوریا په چارو کې تخصص لري، یو خبر خپور کړ. په دغه خبر یا رپوټ کې ویل شوي وو چې کیم د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه په یوه روغتون کې بستري شوی وو او د زړه عملیات یې کړي دي. د هغه روغتیایي وضعیت ډاډمن ښودل شوی وو.
د امریکا متحده ایالاتو خبري آژانس د استخباراتي ادارې د معلوماتو په حواله رپوټ ورکړی دی، چې د زړه تر عملیاتو وروسته د کیم وضعیت د اندېښنې وړ دی. د سویلي کوریا حکومت په دې هکله له احتیاط څخه کار اخیستی دی. په سئول کې د ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې کیم «په عادي ډول خپل فعالیتونه» پر مخ وړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۲۱) کیم ته د نیکو هیلو آرزو وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا نه پوهیږي چې آیا د هغه د ناروغۍ په اړه ادعا شوي رپوټونه سم دی او که نه.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د چهار شنبې په ورځ هم د هغو خبرونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ګوندې کیم دې د زړه ناروغۍ له امله عملیات شوی وي.
زموږ له آرشیف څخه: