امریکا: چین او روسیه د نړیوال نظام بی ثباته کونکي قدرتونه دي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبهد امریکا متحده ایالاتو د (۲۰۱۷م) په کلني رپوټ کې دا وار چين او روسیه د امریکا د ستراتیژیکو مخالفينو په کتار کې له شمالي کوریا او ایران سره په یوه کټه ګورۍ کې راوستل شوي او په دغو هیوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت ډیرې سختې نیوکې شوي دي.
همدارنګه په دې رپوټ کې اشاره شوی چې «فاسد او کمزوري حکومتونه» د نړیوال نظام ثبات او د امریکا متحده ایالاتو ګټې ګواښي.
د دې رپوټ پر بنسټ دغه هیوادونه په داسې یو موقعیت کې قرار نه لري چې د خپلو اتباعو لومړني او اساسي حقونه تامين کړي. یو شمیر نورو د بیان آزادي او د غونډو جوړیدل محدوده کړي او د خپل هیواد ديني او قومي لږکۍ سرکوبه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رپوټ کې ټینګار کوي چې دغه هیوادونه «اخلاقاً د غندنې وړ» دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جان سولیوان، د جمعې په ورځ د دې رپوټ د وړاندې کولو پر مهال په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وویل: «د ایران خلک د خپلو رهبرانو له لاسه په رنځ او عذاب کې دي. د سوله ایزې راټولیدنې حق، د ټولنې جوړول او د بیان آزادي د ټولې نړۍ په کچه د خلکو مشروع غوښتنه ده. خو له بده مرغه د ایران د خلکو له پاره دغه حق نږدې هره ورځ تر پښو لاندې کیږي».
د امریکا متحده ایالاتو د (۲۰۱۷ م) د کلني رپوټ پر بنسټ ایران د روحي او بدني شکنجو د هغو له جملې څخه د بی خوبه کولو، شترس، برقي شوک، په اعدام ګواښلو او د زندانیانو پر وړاندې د جنسي تیري له طریقو څخه استفاده کوي.
تیر کال د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر رکس ټیلرسن، د بشري حقونو د هغه رپوټ له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه چې د بارک اوباما د حکومت له خوا لیکل شوی وو.
ترمپ ټیلرسن د روان کال په مارچ میاشت کې له دندې ګوښه کړ او د هغه پر ځای یې د امریکا د استخاراتي سازمان مشر مایک پمپئو ؤنوماوه. بمپئو باید د امریکا د سنا مجلس تائيد ترلاسه کړي.