1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ځواکونو ته څېرمه مو ترکي راکټونه لګېدلي

۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبه

پنټاګون اعلان وکړ چې د ترکيې پوځ د ترکيې او سوريې سرحد کې د امريکايي ځواکونو يوه مرکز ته نژدې سيمه باندې توغنديز بريدونه کړي دي. امريکا له ترکيې غوښتي چې د سوريې په شمال کې خپل عمليات ودروي، که نه تحريمونه به پرې ولګوي.

https://p.dw.com/p/3RB1a
Syiren US und Türkisches Militärfahrzeug an der Grenze zur Türkei
انځور: Reuters/Turkish Defence Ministry

په داسې حال کې چې ترکيې د سورېې په شمال کې د کردانو پر ضد خپلو عملياتو ته زور ورکړی، د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت يا پنټاګون د جمعې په شپه (د اکتوبر ۱۱مه) اعلان وکړ چې ترکي ځواکونو د امريکايي ځواکونو يوه مرکز ته نژدې، د کوبان ښارګوټی تر خپلو توغنديزو بريدونو لاندې راوستلې ده.

که څه هم امريکا متحده ايالاتو له سوريې څخه خپل ډيری ځواکونه وښکلي، خو يو محدود شمیر يې د سوريې او ترکيې تر منځ په سرحدي سيمه کې پاتې دي.

پنټاګون دغه راز ويلي دي چې ترکيې په دغې سيمه کې د امريکايي ځواکونو له حضور څخه خبر درلود. د «ان بي سي» شبکې خبر ورکړی چې د ترکيې تر حملې وروسته، امريکايي کوماندو ځواکونه له سيمې وتلي دي.

د سمندري ځواکونو د يوه کپټان له قوله ويل شوي چې چاودنې د امريکايي ځواکونو د اوسيدو له ځایه په څو سوه متره لرې فاصله کې شوي، خو زياته شوې چې امريکايي ځواکونو ته په کې زيان نه دی رسيدلی.

خو د ترکيې دفاع وزارت له خوا د جمعې په ورځ ناوخته په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د ترکيې پوځ د امريکايي ځواکونو پر لور ډزې نه دي کړي. په اعلاميه کې راغلي چې ترکي پوځ وروسته له هغې چې د کردانو له لورې پر دوي د ماشيندارو ډزې وشې په ډزو لاس پورې کړ. د ترکيې د دفاع وزرات په اعلاميه کې د پيښې ځای د امريکايي ځواکونو د اوسيدو له ځايه يو کيلومتر لرې ښودل شوی دی. د رپوټونو په حواله، ترکې دا يو پر ځای اقدام بللی تر څو امريکايي ځواکونو ته زيان نه وي رسيدلی.

د ترکيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې زياته شوې چې امريکايي چارواکو سره تر اړيکو نيولو وروسته دوی خپل بريدونه ودرول.

له بلې خوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) په استانبول کې وويل چې ترکيه به د «کيڼ او ښې لور څخه د وارديدونکو فشارونو» سربيره، د سوريې په شمال کې خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي.

د ترکيې د عملياتو د ادامې سره سم، پر دغه هيواد باندې د امريکا متحده ايالتونو فشارونه هم ډير شوي دي. د امريکا د مالېې وزير، ستيون منوچين ويلي دي، که چيرته ترکيه په بزند سيمه کې د کردانو پر ضد لا ډير پوځي اقدامات ترسره کړي، امريکا به پر دغه هيواد سخت تحريمونه ولګوي.

د امريکا د ماليې وزير د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هيواد ولسمشر دونالد ترمپ، پر ترکيه باندې د تحريمونو مجوز صادر کړی، خو په حاضر وخت کې د ترمپ امر لا فعال نه دی. هغه زياته کړې چې دغه موضوع بانکونو او نورو مالي موسساتو سره هم شريکه شوې ده. منوچين ويلي دي چې ترکېه نبايد اجازه ورکړي چې د داعش غړي د دغه هيواد د عملياتو له سيمې څخه تيښته وکړي. 

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت هم سمدلاسه د امريکا له خوا پر ترکيې د احتمالي تحريمونو په اړه اعلان وکړ: «په دې کې شک مه کوئ چې زموږ پر هيواد د امريکا د احتمالي تحريمونو پر وړاندې به متقابل اقدام درسره شي.»