1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي له اروپا څخه د سفر بندیز ته دوام ورکړي

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا پر بحران سربيره هم په پام کي لري چي امریکا متحده ایالاتو ته دولتي او حکومتي مشران د جي ۷ غونډي ته ور دعوت کړي. خو سره له دې به هم له اروپا څخه امريکا ته د سفر بندیز دوام ولري.

https://p.dw.com/p/3cZfN
Weißes Haus Sprecherin Kayleigh McEnany
انځور: Imago Images/UPI/T. Katopodis

د سپیني ماڼۍ په نظر، په اوس وخت کي له اروپا څخه، متحده ایالاتو ته د خارجیانو د سفر د بندیز پای نه ترسترګو کیږي. د سپیني ماڼۍ یوې ویاندې کایلای میک ایناني، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي وویل: « موږ تر اوسه په دې برخه کي کوم زماني پلان نه لرو.»

داسي ښکاري چی په دې اړه به د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ نظر هم بدل نه سي، چي غواړي د جی ۷ سږنۍ غونډه راوبولي او امریکا متحده ایالاتو ته یې د اوو صنعتي هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو ته پکښي بلنه ورکړي. میک ایناني ویلي: « موږ په هرصورت هیله مند یو چی دا کار ترسره سي.»

د سفر محدودیتونه ژوند ژغوري

میک ایناني ویلي چي دا بشپړ مناسب کار دی چې د جي ۷ غونډه دي په امریکا متحده ایالاتو کي جوړه سي او هغه هم که د عادي خلکو له پاره لا د سفر بندیزونه موجود وي. هغې زياته کړې چې ولسمشر غواړي چې موږ په بیرته پرانیستلو پیل وکړو. د سفر محدودیتونه ددې له پاره دي چي هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چي د دغو محدویتونو تر لغوه کولو مخکي، د امریکایانو ژوند ساتل سوی وي. هغې زياته کړې: «او د سفر محدودیتونه به ژوند وژغوري.«

Deutschland Frankfurt Coronavirus | Einreiseverbot USA
دمگړۍ د سفر د بندیز له کبله له اروپا څخه امريکا ته کابو هیڅ پروازونه نه کيږيانځور: Getty Images/T. Lohnes

د مارچ په نيمايي کې د بندیزونو د اعلانولو پر وخت، ترمپ ویلي ول چې دغه مقررات به د ۳۰ ورځو له پاره وي. د اپریل په نیمایی کي بیا هغه واضح کړه چي دغه بندیزونه به تر هغه وخته دوام پيدا کړي، ترڅو د اروپا په سختو اغیزمن سوو هیوادونو کي حالت بیرته ښه سي. په اوس وخت کي له شینګن ساحې، بریتانیې او آیرلند څخه څوک اجازه نه لري، امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي. یوازي هغه امریکایی اتباع او مشخص اروپایی دیپلوماتان او د هغوی کورنۍ چی په امریکا کي د کار کولو اجازه نامه یا ګرین کارت لري، مُستثنی بلل کیږي.

عادي حالت ته د راګرځیدو زیګنال

په اصل کي د جي ۷ غونډه د جون په نیمایی کي، واشنګټن ته نژدې، د ولسمشر د کمپ دیود په ماڼۍ کي بايد جوړه شي. په مارچ کي د امریکا حکومت د کرونا د پاندیمي له امله، له اوو صنعتي هیوادونو څخه د حکومتي او دولتي مشرانو لیدنه کتنه لغوه اعلان کړه او د هغه پر ځای یې ویډیویی کنفرانس جوړ کړ. د چارشنبه په ورځ دونالد ترمپ په ناڅاپي ډول د تویتر له لاری وویل لکه څنګه چي هیواد یې د کرونا له بحرانه وتلی نو په دې اړه فکر کوي چي آیا دغه غونډه به پر پخواني ټاکل سوي وخت او که هغه ته نژدې کومي بلي نیټې کي جوړه کړي. هغه څرګنده کړې چې دا به عادي حالت ته د راګرځیدو یو لوی زیګنال وي. په نورو هیوادونو کي نورمال ژوند د پیل کیدو په حال کي دی.

USA | Coronavirus: Krankenhaus in New York
په امريکا کې په ځانگړي توگه نيويارک ايالت د کرونا وبا سخت ځپلې دیانځور: Imago Images/ZUMA Wire/M. J. Lugo

میرکل په احتیاط سره غبرګون ښيي

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۰ کال د جي ۷ غونډي کوربه دی او په دې ډول کولای سي د هغې د جوړیدو ځای هم وټاکي. په دغو اوو هیوادونو کي، د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ، آلمان، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا، کاناډا او جاپان شامل دي. د آلمان صدراعظمې انګیلا میرکل لا پریکړه نه ده کړې چي په راتلونکو څو اونیو کي به د ترمپ بلني ته جواب ورکړي او که څنګه. خو د پاریس د الیزې ماڼۍ په حواله د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د صحي شرایطو په نظر کي نیولو سره، ښایی کیمپ دیوید ته سفر وکړي. همدارنګه د کاناډا صدراعظم جستین ترودیو هم امریکا متحده ایالاتو کې د شخصي ملاقات په هکله جروبحث ته آماده دی.

qp/bs (dpa, afp, ap)