امریکا: طوفان ۴ کسان مړه او ۹۰۰زره کورونه بې برقه کړي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعهد هیوستن د مخابراتو ادارې مشرې او د ښاروالۍ سلاکارې ماري بينتون، په دغو طوفانونو کې د څلورو کسانو مړينه تائيد کړې ده.
د اسوشتید پریس په حواله دغه طوفان دومره ځواکمن دی چې د هیوستون د لوړو ساختمانونو کړکۍ او ونې يې راغورځولي او پر نژدې ۹۰۰زره کورونو او سوداګريزې سیمو برق قطع شوي دي.
د هېوستن په هریس کوانټي کې نژدې ۸۷۰ زره پېريدونکي له برېښنا بې برخې شوي دي.
دامریکا د دغه ایالت د هوا پېژندنې ملي ادارې په ګڼو سیمو کې د سېلابونو او تندر طوفانونو د راتلو خبرداری او پر اکس شبکه ېې خلکو ته سپارښتنې کړې دي: «که تاسو د طوفان په مسیر کې یاست، همدا اوس ځانونه سرپناوه ته ورسوۍ. تر ټولو ښکته پوړونو کې پاته شئ.»
رپوټ زیاتوي چې په سیمه کې لارې کوڅې سيلابونو لاندې کړي او ونې او د برق پايې چپه شوي دي.
چارواکو له ځايي خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده پر سړکونو او سختو لارو له تګ راتګه ډډه وکړي.
د شدید طوفان له کبله د هیوستون له دوو مهمو هوايي ډګرونو پروازونه نه کیږي. د باد سرعت ۹۶ کيلومتره په ساعت کې ښودل شوی دی.
له آرشیف څخه (11.01.2023):