امریکا د بن لادن د زوی وژل کیدنه تائيد کړه
۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبهسپيڼې ماڼۍ ویلي دي چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه لادن ښایي د «پاکستان/افغانستان په سمیه کې» وژل شوی وي. د هغه د وژل کیدو د دقیقې نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
سپیڼې ماڼې واضحه کړې ده چې د حمزه وژل کیدل د القاعده شبکې له پاره یوازې یو سمبولیک پرشاتګ نه، بلکې«د دې ډلې مهم فعالیتونه کمزوري کوي.»
اسامه بن لادن په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د بریدونو طراح بلل کیده. وروسته بیا هغه پټ شوی وو. بالاخره په ۲۰۱۱ م کال کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو کماندویي ځواکونو د دغه ۵۴ کلن سړي پل د پاکستان په ابټ آباد سیمه کې پيدا او هلته یي وواژه.
ویل کیږي چې حمزه بن لادن تر خپل پلار وروسته د دغې ډلې د رهبرۍ رول په غاړه واخیست. په تیرو کلونو کې نوموړی د القاعده شبکې په تبلیغاتي برخه کې ډیر فعال وو.
القاعده شبکې د سپټمر د ۱۱ پيښې د ۱۶ کلیزې په مناست د اسامه او حمزه بن لادن انځورونه په داسې شکل سره خپاره کړل چې تر شا یي په نیویارک کې نړیوال تجارتي مرکز د اور په لمبو کې سوزي.
ډیر شمیر امریکایي رسنیو د جولای میاشتې په پای کې د حمزه بن لادن د وژل کیدو په اړه رپوټونه ورکړي وو. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو معلوماتو له مخې حمزه د ۲۰۱۵م کال د اګست میاشتې را په ديخوا د مختلفو پيغامونو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د لویدیځ متحدینو پر وړاندې د بریدونو غوښتنه کړې وه.
نوموړي وزارت د فبرورۍ په میاشت کې د حمزه بن لادن په اړه د معلوماتو ورکونکي ته د یو میلیونه ډالرو انعام ټاکلی وو. نوموړی مخکې تر دې د ۲۰۱۷م کال په اوایلو کې د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرۍ په لیست کې شامل کړای شوی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په حواله حمزه بن لادن په ۱۹۸۹م کال د سعودي عربستان په جده کې زیږیدلی وو. حمزه د اسامه بن لادن له ۲۰ اولادونو څخه پنځلسم، او د دریمې ښځې زوی یې وو.
lh/haz (dpa, afp)/sn-aa