امريکا: سل ميليونه وګړو ته د هوا د ککړتيا خبرداری ورکړل شوی
۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبهپرون، چهار شنبه د جون مياشتې ۷مه نېټه تر ماسپين وروسته د نيويارک ښار د هوا د کيفيت شاخص ۳۴۲ درجو ته لوړ شوی وو او د ککړتيا له نظره یې دغه ښار د نړۍ په تر ټولو ککړ ښار بدل کړی.
د دې ککړتيا دليل د کاناډا په ختیځ کې په ځنګلونو کې اورونه دي چې د امريکا د ختيځ ساحلونه یې هم سخت اغیزمن کړي دي.
په ځانګړي توګه نيويارک له بې ساري ککړتيا سره لاس او ګريوان دی او په دې ښار کې د هوا د ککړتيا په اړه د وروستۍ درجې خبرداری جاري کړل شوی دی.
اړونده موضوع: څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو
د امريکا متحده ايالاتو د چاپيريال ساتنې ادارې (EPA) خبرداری ورکړی دی چې د امريکا په ختیځ کې شديده ککړتيا تر ۱۰۰ ميليونو ډېر وګړي ګواښي.
په دې ترڅ کې اعلان شوی خبرداری زیاتره یې د امريکا شمالي ختيځو سيمو ته او همدا راز لوېديځ لوري ته تر شيکاګو او په جنوب کې تر اتلانتا پورې ساحې ته متوجې دی. په ځينو سيمو کې د هوا د ککړتيا سره او په ځينو کې نارنجي درجه اعلان شوې ده.
اړونده موضوع: د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د سونو تنکو ځوانانو ژوند اخلي
د سيمې له اوسيدونکو په ځانګړي توګه د لوړ سن لرونکو او ماشومانو څخه په کورونو کې د پاتېدو غوښتنه شوې ده. په ځينو سيمو کې ښوونځيو ته لارښوونه شوې ده چې په آزاده فضا کې له فعاليتونو ډډه وکړي.
په هغو سيمو کې چې د خبرداري لوړه سره درجه پکې اعلان شوې له ټولو اوسيدونکو څخه غوښتنه شوې ده چې په خپلو کورونو کې پاته شي.
په کاناډا کې له څو اونيو راهيسې په ځنګلونو کې اورونه بل دي. دا اورلګيدنې که څه هم چې د امريکا په ختيځ کې د هوا د ککړتيا باعث شوي، خو د اقليم بدلون او همدا راز په نيويارک کې د مضرو ګازونو توليد هم ښايي په دې وضعيت کې نقش ولري.
زموږ له آرشيف څخه: