امريکا: سخته يخه هوا د خلکو ژوند ګواښي
۱۴۰۱ دی ۲, جمعهد امريکا د هوا پيژندنې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د هېواد په ډېرو برخو کې د هوا «تر خطرناک حده پورې د سړيدو» له کبله خبرداری ورکړی دی او د سختو ژمنيو طوفانونو خبره یې کړې ده.
د هوا پيژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د شمالي قطب څخه سرچينه اخيستونکی طوفان به ښايي تر شنبې ورځې پورې په منځني لويديځ، د کاناډا له جهيلو سره په پرته سيمه او شمال ختیځو سيمو کې د سختې واورې ورېدو باعث شي.
دا په دې معنا ده چې د ۳۳۵ میليونه وګړو په دې هېواد کې به تر ۲۰۰ ميليونه ډېر وګړي د شنبې او يکشنبې په ورځو يعني د کرسمس يا مسيحي اختر په شپو او ورځو کې له شديد موسم سره مخ شي. دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې پر دغه هېواد د کرسمس پر وخت دغه شان سړه څپه راځي.
اوس وضعيت څرنګه دی؟
د پنجشنبې په ورځ په مونتانا ايالت کې د هوا د حرارت درجه په دراماتيکه توګه ټيټه شوه او منفي ۴۵ سانتي ګراد ته ورسېدله. دا ایالت په شمال کې له کاناډا سره شريکه پوله لري. پر مونتانا سربیره په شمالي او جنوبي دیکوتا، نبراستکا او وايومنګ کې هوا ډېره يخه ده.
د امريکا د هوا پيژندنې ادارې د وړاندوينې پر اساس تر اوسه لا د واورې طوفانونه چې موسم به نور هم شدید کړي، نه دي پېل شوي. د امريکا او کاناډا سرحد ته په څېرمه پرتو سترو جهيلو کې د ډېرې زياتې واورې ورېدو احتمال دی چې انتظار کیږي له ۶۱ څخه نیولې تر ۱۲۲ سانتي متره واوره پريوځي.
چارواکو خبرداری ورکړی دی چې په ځينو سيمو کې د واورې طوفان «خطرناک» ثابتيدلی شي او يخ بادونه ژوند ته هم خطر پېښولی شي.
سفرونه هم اغیزمن شوي
د کال په پای کې د کرسمس يا مسيحي اختر په شپو او ورځو کې ډېر زيات سفرونه کیږي خو سږ کال د ناوړه موسم له کبله دغه سفرونه سخت اغیزمن شوي دي. د جمعې ورځې تر سهاره په زرونه پروازونه لغوه شوي دي.
د پروازونه د تعقيبونکې ويب پاڼې «فلایت اويېر» په حواله لا د پنجشنبې په ورځ تر۲۳۵۰ څخه ډېر پروازونه لغوه شوي ول او د جمعې په ورځ هم نور ۲۱۲۰ پروازونه لغوه شوي دي. د دې انترنټ پانې په حواله د پنجشنبې په ورځ نور ۸۴۵۰ پروازونه هم ځنډيدلي ول.
د امريکا د ریلونو سیسټم »امتريک« هم د کرسمس پر وخت د لسونو ترينونو د لغوه کیدو اعلان کړی دی چې له کبله یې د لسونو زرو کسانو سفر اغیزمن شوی دی.
چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د طوفان له کبله برېښنا هم پرې کیدای شي او خلکو ته یې د سفرونو نه کولو مشوره ورکړې ده.
د څه ترسره کيدو انتظار کیږي؟
وړاندويونکي د يوه داسې شديد سايکلون د راتلو خبره کوي چې د چاپيريالي فشار په ډېره چټکۍ سره د کښته کیدو له کبله په طوفان بدليږي. انتظار کيږي چې دا ښايي د کاناډا سرحد ته څېرمه رامنځته شي.
د امريکا د هوا پيژندنې ادارې وړاندوېنه کړې ده چې په سترو ميدانونو کې «ريکارد ماتونکی يخ او ژوند ګواښوونکي بادونه به تر جمعې ورځې پورې د هېواد نيمايي ختیځې برخه ته ورسيږي.»
په واشنګټن کې د ډېرې واورې له ورېدلو څخه خبرداری
چارواکو خبرداری ورکړی دی چې احتمال لري د تودښت درجه له منفي ۴۰ نیولې تر منفي ۵۴ درجو پورې ټيټه شي. د تېزو بادونو او واورې له کبله زيربناو ته د زيان رسېدو اندېښنه هم ښوول شوې ده.
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن پر خلکو ټینګار کړی دی چې د هوا په اړه خبرداري او لارښوونې جدي وګڼي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فدرالي چارواکو سره د خبرو پر وخت وويل: «دا د واورې ورېدو د يوې ورځې په څېر نه ده چې سړی ماشوم شي. دا يوه جدي مسئله ده.»
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: