د پنټاګون د لسو ميليارډو ډالرو يو قرارداد مايکروسافت ګتلی
۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبهد لس ميليارډو دالرو په ارزښت د امريکا د دفاع وزارت د زيربناو د عصري کولو يو قرارداد، له امازون شرکت څخه د مایکروسافت شرکت ګټلی دی. آمازون، محکمې ته شکايت کړی چې په دغه تصميم کې «ترمپ نفوذ» درلود.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د دغه لوی او ګټور قرارداد داوطلبۍ ته د امازون او مايکروسافت شرکتونه ولاړ ول، چې مایکروسافت يې ګټونکی شوی دی.
د جېدي (Jedi) په نوم د شاوخوا لس ميليارډو ډالرو دغه قرارداد د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې اعلان شو چې موخه يې د امريکا د دفاع وزارت د زيربناوو عصري کول دي.
د ګټونکي په توګه د مايکروسافت تر اعلانيدو څخه د مخه داسې فکر کيده چې د امازون شرکت به دغه قرارداد وګټي. خو تر دغه اعلان وروسته، امازون شرکت په دغې معامله کې د «سياسي دخالت» څخه خبره کړې ده.
د امازون شرکت، محکمې ته شکايت ليک کې د نورو مواردو تر څنګ، د خپل شرکت په هکله د ولسمشر دونالد ترمپ منفي نظرونو ته اشاره کړې ده. د امازون بنسټ ايښودونکی له ډير وخت راهيسې د ترمپ د لفظي حملو هدف ګرځيدلی دی.
د واشنګټن پوست د رپوټ په حواله، امازون په پام کې لري چې څلور ويډيوګانې د اسنادو په توګه محکمې ته وسپاري.
د دغه انترنيتي شرکت په وينا، ترمپ په يوه ويډيو کې غوښتنه کړې چې امازون شرکت ته د پنټاګون د قرارداد له ورکړې څخه دې مخنيوی وشي. امازون ادعا کړې ده چې ترمپ دغه څرګندونې د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ مياشت کې له «فاکس نيوز» تلويزيون سره د يوې مرکې پر مهال کړي دي.
اينترنيتي شرکت امازون او مايکروسافت د امريکا دوه تر ټولو ستر شرکتونه دي.